• په پاکستان کښې د ترهګرۍ دوام

هغه د پښتو متل چې ونه وايي که د تبر لاسکی مې له خپل لرګي نه وی نو نه به پرې کیدم. یا دا چې (چا کول چې ما کول). پاکستان چې د شوروي خلاف جنګ کښې او همداشان له ترهګرۍ سره تش په نامه جنګ کښې یې لویدیځ او امریکا خوشحال کړل او خپله خاوره یې د دې جنګ په ډګر بدله کړه اوس له بل هر هیواده په زیاته اندازه له ترهګرو بریدونو او د امریکې له دښمنۍ او قهر سره مخ دی.

د خپرونې سیاسي مبصر لیکلي چې د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو به ویل چې د ترهګرۍ ملا یې ماته کړې ده خو وروستیو ترهګرو چاودنو ثابته کړه چې دا تشه یوه ادعا وه او ترهګر په دغه هیواد کښې همهغه شان موجود او پياوړي دي او هر کله چې وغواړي، خپل شتون څرګندوي.

د تیرې جمعې ورځې په ځانمرګي برید کښې چې د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د کاندید او د دغې صوبې د پخواني وزیراعلی د ورور نواب زاده سراج رئیساني په انتخاباتي قافلې وشو، ۱۲۸ تنه وژل شوي او کابو ۲۰۰ ژوبل شول. د همدغې ورځې په سهار په بنو کښې د خیبر پښتونخوا صوبې د پخواني وزیراعلی اکرم خان دراني په انتخاباتي قافلې هم چاودنه شوې وه چې پکښې خپله اکرم خان درانی خو بچ شو خو له امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۲ زخمي شول. له دغو پیښو دوه ورځې مخکښې په پيښور کښې د عوامي نیشنل پارټۍ په غونډې ځانمرګې حمله وشوه چې پکښې د دغه ګوند د یو لوړرتبه غړي او په راتلونکو انتخاباتو کښې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ای، این، پي د کاندید هارون بلور په شمول ۲۱ تنه ووژل شول. د دغې حملې پړه طالبانو منلې وه خو د بلوچستان صوبې د مستونګ سیمې د ترهګرې چاودنې پړه داعش منلې ده.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ سیمه کښې په یوه انتخاباتي جلسه کښې وویل: دا د کورنیو عواملو په مرستې سره یوه بهرنی دسیسه ده چې د انتخاباتو ځنډول غواړي.

دا په داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې ترهګري شل کاله بلکې دیرش کاله مخکښې پیل شوې وه خو د ستمبر د یوولسمې له پیښې وروسته چې په پلمه یې پر افغانستان د امریکې او د هغې د انډیوالانو لخوا حمله وشوه، ترهګرۍ ډیر شکلونه خپل کړل او د القاعدې، پاکستاني طالبانو او بلآخره د داعش په شان مختلفې ترهګرې ډلې او ورپورې اړوندې وړې ترهګرې ډلګۍ رامینځته شوې. د ستمبر د یوولسمې له پيښې مخکښې د پاکستان د ځینو امنیتي کړیو، عربستان، متحده عرب اماراتو او انګلستان په مرستې سره د سپاه صحابه او لشکر جهنګوي په شان ترهګرې ډلګۍ یوازې د شیعه او سني ترمینځ د تفرقې اچولو او د شیعه مسلمانانو د ځپلو او له یو بله د دوو ګاونډي اسلامي هیوادونو (پاکستان او ایران) د لرې کولو په موجه جوړې شوې وې او د پاکستان د پوځ یوشمیر جرنیلانو به دغه ترهګرې ډلګۍ چې په کشمیر او افغانستان کښې به یې هم کارولې، د هیواد سټراټیجکه پانګه بلله او که په اتیایمه میلادي لسیزه کښې د شوروي خلاف د افغانستان تش د نامې جهاد لږ جاج واخیستل شي نو معلومه به شي چې په پاکستان کښې د ترهګرۍ جرړه له هغهغه وخته سرچینه اخلي چې د امریکې، پاکستان، انګلستان او عربستان استخباراتي ادارو زرګونه تنه عرب ځوانان له پخواني شوروي سره د جنګ لپاره له عربو هیوادونو په تیره بیا سعودي عربستان څخه افغانستان ته ولیږل او په پاکستان کښې د دغه هیواد د پوځ او حتی د باوري سرچینو په وینا د امریکایانو په جامه کښې د اسرائیلو د پوځي روزونکو لخوا وروزل شول خو په افغانستان کښې د شوروي له ماتې او د لویدیځ او امریکې له بریالیتوب وروسته دغه افغان عربان د القاعدې په نامه د یوې ډلې تر بیرغ لاندې په ترهګرو بدل شول چې له شوروي سره په جنګ کښې به یې ورته مجاهدین ویل او د لویدیځ او امریکې لخوا پرې ښه لورینه کیدله. په دې مینځومان کښې د امریکې د جاسوسي ادارې (سي، آيي، ای) لخوا د همدې القاعدې ډلې په مرسته د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې نیټې شکمنه پیښه رامینځته شوه او دا په افغانستان باندې د حملې لپاره د امریکې په یوې پلمې بدله شوه څو د ستمبر د یوولسمې د پيښې بدل له افغانانو واخلي. امریکې به شعار ورکوه چې د ترهګرۍ مونډ به وباسي خو ترهګري ختمه خو خود نه شوه بلکې لا پراخه هم شوه او له القاعدې څخه د پاکستاني طالبانو او همداشان د داعش په نوم د ترهګرۍ یو نوی نسل راووته او زرګونه بیګناه افغانان د دې جنګ قرباني شول چې لاهم دوام لري. په دې موده کښې القاعده په داعش بدله شوه چې اوس په شام او عراق کښې له ماتې وروسته افغانستان ته منتقل کړی شوه چې په شام او عراق کښې له پراخو خرابیو وروسته اوس د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم د شام او عراق په برخلیک اخته کړي. البته پاکستان چې د دې ټولو ترهګرو ډلو په جوړولو کښې له غرب او عرب سره غږمله بلکې د هغوي د پلانونو اجرا کونکی و، د بل هر هیواد په پرتله د دې ترهګرۍ زیات هدف وګرځید.

هغه د پښتو متل چې ونه وايي که د تبر لاسکی مې له خپل لرګي نه وی نو نه به پرې کیدم. یا دا چې (چا کول چې ما کول). پاکستان چې د شوروي خلاف جنګ کښې او همداشان له ترهګرۍ سره تش په نامه جنګ کښې یې لویدیځ او امریکا خوشحال کړل او خپله خاوره یې د دې جنګ په ډګر بدله کړه اوس له بل هر هیواده په زیاته اندازه له ترهګرو بریدونو او د امریکې له دښمنۍ او قهر سره مخ دی.

چین ته د پاکستان نزدې کیدل، اقتصادي کوریډور او چین ته د ګوادر بندر په اجارې ورکول د امریکې نه خوښیږي. په تیرو وختونو کښې هغه ګڼ چیني انجنئیران او کارکونکي چې په بلوچستان کښې یې کار کوه، د امریکې د لاسپوڅو کورنیو عواملو په لاس وژل شوي یا تښتول شوي دي او اوس یې هم قسم خوړلی چې د چین او پاکستان ترمینځ اقتصادي کوریډور او له چین څخه تر ګوادر بندره اقتصادي لویه لاره به جوړیدو ته پرې نږدي.

د پاکستان په بلوچانو کښې د آزادي غواړو په نوم ډیرې پاکستاني ضده ډلې جوړې شوې دي او هغه بلوچ مشران چې د پاکستان وفادار دي له ترهګرو بریدونو سره مخامخیږي او د سراج رئیساني په کاروان د تیرې جمعې  ورځې حمله هم په همدې لړ کښې وشوه ځکه چې سراج رئیساني د پاکستان پلوي او متحد او له دغو پاکستاني ضده ډلو سره مخالف و.

*********///////////////***********

 

 

ټیګونه

Jul 15, 2018 17:26 Asia/Kabul
کمنټونه