• دافغانستان په جلال آباد کې د پاکستان دکونسلګرۍ بندیدا (یوبشپړ ریډیوئی تحلیل)

دپاکستان د خارجه وزارت د ویندوی محمد فیصل په وینا، په جلال آباد ښار کې د دغه هیواد کونسلګری به تر هغه وخته پورې تړلی وی ، چې امینتی وضعیّت د ۲۰۱۸کال داګست له اته ویشتمې تر مخکې وخت ته نوی ګرځیدلی .

 دپاکستان حکومت  دافغانستان په جلال آباد ښار کې د خپلې کونسلګرۍ  دتړل کیدا دلیل  د ننګرهار د والی  لاسوهنې بللی دی .

  په افغانستان  کې د پاکستان سفارت دیوې اعلامیې  په خبرولو سره وئیلی دی ، دغه اقدام  ئې   د  دغې کونسلګرۍ  په چارو کې د افغانستان د ننګرهار د والی  حیات ا... حیات  لاسوهنې  بللی  دی . همداراز   دپاکستان د خارجه وزارت  د ویندوی  محمد فیصل  په وینا، په جلال آباد ښار کې د دغه هیواد کونسلګری به   تر هغه وخته پورې تړلی وی ، چې  امینتی وضعیّت  د ۲۰۱۸کال داګست له  اته ویشتمې تر مخکې  وخت ته نوی ګرځیدلی .

 د محمد فیصل څرګندونې  ښئ چې  د پاکستان د خارجه وزارت  له نظره ، دافغانستان په ننګرهار   کې د دغه هیواد دکونسلګرۍ د چټی کیدا تر ټولو مهم دلیل  امنیتی مسئلې دی .

  په عین حال کې  د پاکستان د خارجه وزارت دغه اقدام  په داسې حال کې  چې   د دغه هیواد  نوی حکومت    له افغان حکومت سره   دتاؤتریخوالی پر ختمیدا او د دواړو هیوادونو داختلافاتو پر حل کیدا ټینګار کوی ،  شکمنه او حیرانتیا خبره ده  او که    په ننګرهار ولایت کې  ناکراری ، په دغه ولایت کې د  پآکستان دکونسلګرۍ د چټی کیدا  عامل وی ، نو دا ښئ ،  په افغانستان کې داسې  لاسوهنې کیږی ، څو  له پاکستان سره د دغه هیواد په اړیکو کې  دتاؤتریخوالی  دختمیدا خنډ کیږی .

   له پاکستان سره دهندوستان  او  له اسلام اباد سره د کابل  دحکومت  په اړیکو کې   د تاؤتریخوالی د ختمولو مخینه  ښ چې  هرکله  د هغوی حکومتونه  داختلافاتو دحل  په لور ګام پورته کوی ،نو   افراطی  او حاشیه ای  عوامل  دشخړو اوترینګلتیاؤ  په رامینځةکولو سره  دهغو دپرمختګ مخه نیسی .

 دا  ټولنې  چې  په افغانستان او پاکستان کې  شته دی ، ،  خپلې سپیرې ګټې  د پاکستان او افغانستان  په اړیکو کې  په تاؤتریخوالو او ناکراریو کې تعقیبوی  او  هیڅکله  هم په سیمې  کې  د آرامښت اوثبات په ټینګیدا پسې نه دی .

د  سیمې دسیاسی  چارو یو کارپوه اوشناندی  موسی فریور  په یوه تحلیل کې وائی ، لکه څنګه چې پاکستان یو ډیر تاوان لیدونکی هیواد دی ،  هغه منفی سیاست چې  دافغانستان په وړاندې ئې  غوره کړی ، لازیات د هغوی په  تاوان تمامیږی .  دواړه هیوادونه باید  په اسلام اباد کې  له نوی رامینځةشوی  فرصته  د تاؤتریخوالی دختمولو لپاره  استفاده وکړی  او شخړې اوترینګلتیاوې  دې ختمې کړی .

 دې ته په پام سره چې   دافغانستان دوسیه  دپاکستان دپوځ ا و دهغو داستخباراتی ادارې  آئی ایس آئی  له خوا تفقیبیږی،په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ تړل کیدا،پر افغانستان د  د دغه  هیواد   د پوځیانو د دباؤ دزیاتولو  د پرورګرام  دوام کیدلی شی .  دا موضوع  دپاکستان د نوی لومړی وزیر عمران خان لپاره یو پیغام کیدلی شی ، چې   له ا فغانستان  سره د ملګرتیاؤ دپراختیا او پیاوړتیا لپاره څه زیات  خوشبینه  نه شی  او د دغه هیواد  او هندوستان  چارې  پوځ ته وسپاری .

 د: افغانستان ما : ورځپاڼې  مسئول چلونکی   د افغانستان   او پاکستان  په اړیکو کې د تاؤتریخوالی د دوام په باب پخپلې یوې وروستۍ مقالط کې لیکلی دی ، اوس   د افغانستان او پاکستان  ترمینځ داړیکو دښه کولو لپاره  یو لړ  داسې هلې ځلې کیږی ، چې باید ملاتړ ئې وشی .  داپه  داسې حال کې دی ، چې  دپاکستان حکومت  په کابل کې د  یوه کمزوری او بې ثباته  حکومت  په رامینځةکولو پسې دی او  په اسلام اباد کې  دغه ذهنیّت  باید بدل شی .::  

 په هر حال  داسې ښکاری ، دعمران  خان حکومت  له افغانستان  سره  دتاؤتریخوالی د  ختمونې  دپروګرام د پرمختګ  لپاره  په دغه هیواد کې   دفعالو اورګانونو په کړنو  لازیاتې څارنې ته  اړتیا لری ، څو   دآرامښت  اوثبات په رامینځةکولو سره   له کابل سره د تاؤتریخوالی دختمولو بهیر  لازیات پرمخ لاړشی .  په عین حال کې  د افغانستان حکومت هم    دپاکستان د کونسلګرۍ د امنیت په تامینولو سره او  دځای چارواکو  په کړچار کې  په دقت کولو سره ،باید  د کابل او اسلام اباد ترمینځ په اړیکو کې  له لازیاتې باؤر جوړنې سره مرسته وکړی .    

 

Sep 01, 2018 13:50 Asia/Kabul
کمنټونه