• اسلامی ایران پاکستان ته دګیسو دمنتقلولو دپروژې عملی کولو ته تیاردی

دسولې دپایپ لاین دجوړیدا آئیډیا په ۱۹۹۰کال کې مطرح شوې وه ، او ټاکل شوې وه چې دغه پایپ لاین چې دایران ګیس پاکستان او و رپسې هندوستان ته منتقلوی ، په هند براعظمګی کې د سولې او دوستۍ پیغام شی .

  ایرنا خبری  آژانس راپوروروکړ  په پاکستان کې داسلامی ایران  سفیر  مهدی هنردوست پرون  په اسلام  اباد کې د  پاکستان جیو پولیټیک  اړتیاوې او  ضرورتونه نومې   نړیوال سیمنار کې  پخپلې وینا کې    یو ځل بیا   د  ایران پاکستان  ګیس پایپ لاین  په نامې سره پاکستان ته دایران دګیسو دپایپ لاین د پروژې   داهمیّت په تشریح کولو سره  ووئیل ،  د دغه پلان عملی کول   دپاکستان  په اقتصاد کي  اساسی بدلون له ځان سره درلودلی شی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې   پاکستان ته د ایران دګیسو دپایپ لاین  عملیاتی کیدا  په دغه هیواد کې  په رزګونو کارکسبونه  رامینځةکولی شی ، زیاته کړې ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ د  سولې دپایپ لاین  عملیاتی کیدا  دپآکستان د نوی حکومت  له اوږو ډیر  زیات مشکلات  لیرې کولی شی .

  دسولې دپایپ لاین  دجوړیدا  آئیډیا په ۱۹۹۰کال کې مطرح شوې وه ،  او ټاکل شوې  وه  دغه پایپ لاین  چې دایران  ګیس پاکستان او ورپسې هندوستان  ته منتقلوی ،  په هند براعظمګی کې  د سولې او دوستۍ  پیغام شی .

 پاکستان ته دایران دګیسو دپایپ لاین پروژه  د ۲۰۱۴کال  له مارچ څخه پیل شوې ، خو  دځینو  نورو هیوادونو  دلاسوهنو اودسیسو  له امله  دغه پروژه    اجرائی شوی نه  ده او په پاکستان کې   ئې د پایپ لاین جوړیدا ځنډیدلې ده .  حال دا چې  دوه کاله مخکې  ایران  دغه پایپ لاین  د پاکستان تر پولې پورې  بشبړ کړی دی .

 

Sep 09, 2018 06:39 Asia/Kabul
کمنټونه