• د محرم میاشتی له پیلیدو سره په یو وخت په پاکستان کی سخت امنیتی اقدامات

د محرم میاشتې له را رسیدو سره په یو وخت، د پاکستان دولت د عزادارۍ د غونډو او دستورو د امنیت د پوره کولو په موخه، پدی هیواد کی کلک امنیتی اقدامات پلی کړی دی.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د عمران خان دولت اعلان وکړ؛ د پاکستان په مختلفو صوبو، په تیره بیا په پنجاب او سند کی چی هلته؛ په تیرو کلونو کی ګڼ ترهه ګر بریدونه شوی، سخت مهم اقدامات اجرا کړی دی.

د پاکستان د مختلفو مذهبونو عالمانو هم ټینګار وکړ: امام حسین ع د اسلام د ګران رسول ص لمسئ دئ، او په ټولو مسلمانانو فرض ده، د بزرګواره امام د احترام په خاطر، له هر ډول اقدام څخه چی د عزادارۍ آرامتیا او امنیت ګډوډ کړی، ډډه وکړی.

د محرم میاشتی د عزادارۍ مراسمو د امنیت د پوره کولو لپاره؛ د پاکستان دولت یو مثبت اقدام، د تاسوعا او عاشورا په ورځو کی د کراچۍ او لاهور په شان په سترو ښارونو کی د موبایل د سرویس بشپړ بندول دی.

Sep 09, 2018 13:00 Asia/Kabul
کمنټونه