• له زاهدانه کویټه ته ریلی صادرات څه دپاسه پنځوس فی صدوته رسیدلی دی

له ترکیې ،اروپا او مینځنۍ آسیا سره د پاکستان ا و دهند براعظمګی دهیوادونو دیوځای کیدا او لویدیځ سره د ختیځ د نړیوال کریډور په لاره کې په راتلو او دغه راز له پاکستان سره د ریل پټلۍ په یو ځای کیدا سره د ایران دجنوب ختیځ ریلی لاره له ځانګړی نړیوال اهمیّته برخمنه شوې ده .

ایسنا خبری آژانس  راپور ورکړی ، دایران دجنوب ختیځ سیستان و بلوچستان  دریل ګاډو د چارو د دادارې  عمومی مدیر  مجید ارجونی  وئیلی دی ،  د ایران  له زاهدانه  دپاکستان کویټې ته  دریل  ګاډو له لارې د شیانو صادرات  په تیرو  پنځو میاشتو کې د  تیر  ۲۰۱۷کال  د ورته مودې په نسبت ۵۲فی صده  زیات شوی دی .

مجید ارجونی زیاته کړې ،  په تیرو پنځو میاشتو کې  پاکستان ته دایران د زاهدان  دریل له لارې  کابو  اتلس زره  او دوه سوه پنځه اتیا ټنه  شیان  صادر شوی ، چې  د تل  کال په ورته مودې کې    دغه صادرات  دولس زره نولس  ټنه شیان وو، ۵۲فی صده  وده  ښئ . 

  هغه دغه راز وئیلی دی ،  سیمټ ، ګوګړ ،ترکول  او سور ګلاب  دایران د  زاهدان ریلی پټلۍ له لارې   پاکستان ته  زیات صادراتی  شیان دی .

 دایران دجنوب ختیځ  د ریل ګاډو دچارو  د دادارې عمومی مدیر  روښانه کړې ، په تیرو پنځو میاشتو کې  دایران د زاهدان او دپاکستان د کویټه ترمینځ   دوه شپیته ځله  ریل  ګاډو تګ راتګ کړی دی .  چې  د تیر  کال د ورته مودې په نسبت  پنځلس فی  صدی وده ښئ 

   له ترکیې ،اروپا او مینځنۍ آسیا سره  د  پاکستان ا و دهند براعظمګی   دهیوادونو  دیوځای کیدا او لویدیځ سره د  ختیځ د  نړیوال کریډور  په لاره کې   په راتلو او دغه راز له پاکستان سره د  ریل پټلۍ  په یو ځای کیدا سره د ایران   دجنوب ختیځ ریلی  لاره   له ځانګړی نړیوال اهمیّته  برخمنه شوې ده .

 

Sep 10, 2018 13:45 Asia/Kabul
کمنټونه