• دمولانافضل الرحمن د ورور افغان کډوالود چارو دکمیشنرشپې ورځې هم په ختمیدا دی

حکومتی سرچینو وئیلی دی ، د افغان کډوالو دچارو کمیشنر ضیاءالرحمن په ضد چې له سیاسی ډګره دحذفیدونکی مولانا فضل الرحمن کشر و رور دی ، دڅیړنو چارې پیل شوی او دغه درستې چارې د اسټپلیشمینټ په چارو کې د لومړی وزیر عمران خان سلاکار ارباب شهزاد ته سپارل شوی

زمونږخبریال د جنګ ا نټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ  دپاکستان مرکزی حکومت د  خیبر پختونخواه صوبې  په مرکز پیښور کې د افغان کډوالو د   کمیشن ضیاءالرحمن د درغلیو او مالی فساد په خلاف  دڅیړنو  او دهغه دلیرې کولو لپاره د یوې مسودې د تیارولو  منظوری ورکړې ده .

 حکومتی سرچینو  وئیلی دی ،  د افغان کډوالو دچارو کمیشنر ضیاءالرحمن په ضد  چې  له سیاسی ډګره دحذفیدونکی مولانا فضل الرحمن  کشر ورور دی ،  دڅیړنو  چارې پیل شوی  او دغه درستې چارې د  اسټپلیشمینټ  په چارو کې د لومړی وزیر عمران خان  سلاکار  ارباب شهزاد ته سپارل شوی

 په دغه راپور کې وئیل شوی دی  باید وسپړل شی ، ضیاءالرحمن څرنګه په دومره سترو څوکیو ګمارل شوی دی .؟په دې باب په برابر شوی راپو رکې به  دا هم معلومه شی ،  چې  په صوبائی منیجمنټ  سروس  چې  دی څرنګه  او ولې  ورځای کړائ شوی  دی ؟

راپورونه ښئ چې ضیاءالرحمن  په نوموړی څوکۍ  دګمارل کیدو وړتیا نه لری او دمولانا صیب په خصوصی سپارښتنوسره په لوړو څوکیو ګمارل شوی دی، حال دا چې  تعلیمی معیار او حد ئې  هم ډیر کم دی .

 

Sep 10, 2018 14:56 Asia/Kabul
کمنټونه