• د پاکستان خارجه وزیر کابل ته ځي

د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به راتلونکې اوونۍ کابل ته په یو ورځني سفر لاړ شي.

 

دا به افغانستان ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.

ښاغلی قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په بلنه کابل ته  ځي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، دا سفر به، چې په لړ کې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ګوري، د ښاغلي قریشي لپاره هم ډېر په زړه پوری او هم له ستونزو او ننګونو ډک وي.

د پاکستان ټوډې د راپور پر اساس، شاه محمود قریشي به د دې سفر په لړ کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي غني ته د پاکستان د سفر لپاره د صدراعظم عمران خان بلنلیک وسپاري.

پاکستان به دغه راز د خبرو له لارې د افغانستان د مسلې د حل په اړه د اسلام اباد د سولې پر هڅو ټینګار وکړي.

 

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 05:34 Asia/Kabul
کمنټونه