• د پاکستان محکمې نواز شریف مریم شریف او کیپټن صفدر موقتا له جیله خوشی کړل

د پاکستان د پنجاب حکومت ددغه هیواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، لور یې مریم نواز او زوم متقاعد کیپټن  صفدر له اډیاله جیله په موقت ډول خوشي کړل.

 

 له اډیاله جیله له خوشي کیدو وروسته  هغوی د اسلام اباد له هوایي ډګره په ځانګړې الوتکې کې لاهور ته بوتلل شول  او په سختو امنیتي تابیاوو کې جاتي امراء ته  ورسول شول.

 دغه کسان په لومړۍ مرحله کې د دولسو ګینټو لپاره خوشې شوې او دغه وخت زیاتیدی هم شي.

 یاده دې وي پرون د نواز شریف مور بیګم کلثوم نواز چې  د ناروغۍ له امله  په لندن کې په یو روغتون کې بستري وه، وفات شوه.

شهباز شریف محکمې ته  په یو درخواست کې په دې مناسبت د پینځو ورځو لپاره د نواز شریف مریم نواز او کیپټن صفدر د خوشی کولو غوښتنه کړې وه.

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 05:35 Asia/Kabul
کمنټونه