• نوازشریف دهغه  لور او زوم له زندانه خوشی کیدا وروسته لاهور ته رسیدلی دی

وئيل کیږي ، چې نواز شریف مریم نواز او کیپټن صفدر درې واړه د پنځو پنځو لکو روپیو په ضمانت سره خوشي شوي دي .

 

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپورراکړ  د پاکستان داسلام اباد لوړې محکمې یا هائي کورټ  د  احتساب دادارې له خوا د تورونو په آوریدو سره  د پاکستان  پخواني لومړي وزیر نواز شریف ، دهغه لور مریم نواز او زوم  کیپټن صفدر  په خلاف خپله فیصله   محفوظه ساتلې وه ، چې پرون  ئې دغه فیصله  واوروله او  د درو واړو د خوشی کیدا  حکم ئې صادر کړ.

 وئيل کیږي ، چې نواز شریف مریم نواز او کیپټن  صفدر  درې واړه د پنځو پنځو لکو روپیو په ضمانت سره خوشي شوي دي .

 د محاکمې په  دوام کې د احتساب ادارې  پراسیکیوټر  عدالت ته  دخپلو دلیلونو په دوام کې ووئيل ، مریم نواز  منلې ده چې  هغه د خپل پلار په سرپرستۍ کې ده ،  او دنیسکول او  نیلسن   پراپرټي دمریم نواز  وه ، خو عدالت  فیصله کړې ، چې دا کوم دلیل نشي کیدلی ځکه چې  دا باؤري دلیلونه نشي کیدلی ، ځکه  دلنډې فیصلې په اساس  دغه درې واړه  تورن د  باؤري دلیلونو دنه شتون په دلیل باید په ضمانت خوشي شي .  

وروستی راپورونه ښئ چې داحتساب کمیشن  د اسلام اباد دهائي کورټ د دغې فیصلې په خلاف  د پآکستان سترې محکمې  یا سپریم کورت ته داپیل کولو  هوډ کړی او وئيلي ئې دي ، چې  په سپریم کورټ کې به د دغې فیصلې خلاف خپل دلیلونه وړاندې کړي .

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 06:34 Asia/Kabul
کمنټونه