• د پاکستان وزیراعظم د عربستان له چارواکو سره وکتل

د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې عربستان ته په سفر تللی، د دغه هیواد له باچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره یې جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

د ایرنا د خبر له مخې سعودي رسنیو د دغو ملاقاتونو د خبر په خپرولو سره یوازې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته د پاکستان د وزیراعظم او د لوړرتبه سعودي چارواکو د ګروهنې او همداشان د سیمې او نړۍ د ګډو او علاقې وړ مسائیلو د څیړنې په شمول د دواړو لورو د خبرواترو په هکله خبرونو خپرولو باندې بسنه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم د عربستان له باچا او ولیعهد سره له ملاقاتونو مخکښې پرون د عربستان د انرجۍ او صنعت او معدن له وزیر خابد بن عبدالعزیز الفالح او د دغه هیواد د پانګونې د صندوق له مشر یاسر الرمیان او همداشان د اسلامي ملګرتیا د سازمان له عمومي منشي یوسف العثیمین سره لیده کاته کړي وو.

له بلې خوا عربستان ته د عمران خان له سفر سره هممهاله د اسلام آباد لوړې محکمې (هائي کورټ) د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د لور او زوم د بندیتوب حکم ځنډولی او هغوي یې په ضمانت خوشې کړل.

د ویلو ده چې نواز شریف له عربستان سره ډیرې ښې او نزدې اړیکې درلودې.

وزیراعظم عمران خان خپل وړومبی بهرنی سفر په داسې حال کښې عربستان ته وکړ چې له دې مخکښې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په تیره څه کم یوه میاشت کښې درې ځلې ورته ټیلیفون کړی دی.

البته پاکستاني رسنیو لیکلي چې عمران خان له عرب چارواکو سره له ملاقاتونو وروسته د عربستان یوې ورځپاڼې ته په مرکه وویل چې ده د عربستان چارواکو ته د یمن د کړکیچ په ختمولو کښې د رول لوبولو وړاندیز وکړ. عمران خان وویل: عربستان په هر سخت وخت کښې د پاکستان ملګرتیا کړې ده او پاکستان به هم د دغه هیواد ترڅنګ ودریږي. هغه وویل چې د ستمبر د یوولسمې د پيښې عاملین په پاکستان کښې نه وو. عمران خان په دغه مرکه کښې همداشان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پاکستان په ښو اړیکو هم ټینګار وکړ.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 14:53 Asia/Kabul
کمنټونه