Dec 16, 2018 14:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر د ١٥ ترهه ګرو لپاره د مرګ سزا تصويب کړه

دوى تورن دي، په هغو حملو کې لاس لري چې په نتيجه کې يې ٣٢ پوځيان او ٢ ملکيان وژل شوي دي.

د ایرنا له راپور سره سم د  پاکستان پوځ ويلي، لوى درستيز جنرال  قمر جاوېد باجوه د ١٥ کسانو لپاره د مرګ سزا تصويب کړله.

دوى تورن دي، په هغو حملو کې لاس لري چې په نتيجه کې يې ٣٢ پوځيان او ٢ ملکيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په اعلاميه کې چې نن خپره شوې، زياته کړې، لوى درستيز په عين حال کې د ٢٠ کسانو لپاره چې افراطي وسله وال دي، د بند سزا هم تصويب کړله.

که څه هم په پاکستان کې د پوځ له خوا محاکمې په ښکاره نه دايرېږي، خو تورن کسان کولاى شي خپل مدافع وکيل وګماري.

پاکستان د مرګ پر سزا محدوديت په ٢٠١٤میلادي کال کې وروسته له هغې لېرې کړ چې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي په حمله کې له ١٥٠ ډېر کسان  او زده کونکی ووژل شول.

پر دغه ښوونځي د حملې د څلورم کال د پوره کېدو په مناسبت نن ځانګړی جوړ شوي دي.دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په دې مناسبت په یوه پیغام کی ویلی دی چی دغې ترهه ګرې حملې درست قوم د ترهه ګرو پرضد متحد کړ .

 

ټیګونه

کمنټونه