Dec 16, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • چین له پاکستانه غوښتل د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدامات  وکړی

وانګ یې له اشرف غنی او شاه محمود قریشی سره په کتنه کې د سولې په بهیر کې پر طالبانو د اسلام اباد اغیز ته په اشارې سره وویل چین له پاکستانه غواړی چی له دغه اغیزه په استفادې سره په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدامات وکړی .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم  د چین خارجه وزیر د افغانستان له ولسمشر او خپل پاکستانی هم څنګ سره په کتنه کې وویل هیواد یې له پاکستانه غواړی چی په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدام وکړی .

وانګ یې  له اشرف غنی  او شاه محمود قریشی سره  په کتنه کې د سولې په بهیر کې پر طالبانو د اسلام اباد اغیز ته په اشارې سره وویل چین له پاکستانه غواړی چی  له دغه اغیزه په استفادې سره په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدامات وکړی .

د چین خارجه وزیر  ټینګار وکړ هیواد یې  له بین الافغانی خبرو او د افغانانو په مالکیت او مشری د سولې له بهیره ملاتړ کوی .

د افغانستان ولسمشر هم په دغه کتنه کې د سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په لړ کې د پیکنګ د ملګرتیا غوښتنه وکړه .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه