Dec 25, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • خپل عمل، د لارې مل

په پاکستان کښې د زرداري د اموالو د توقیف او بینکي حسابونو د بندیدو حکم صادر شو.

د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد د دوسیې په تړاؤ د دغه هیواد د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د بانکي حسابونو د کنګل کولو او د هغه د مال حال د توقیفولو حکم صادر کړ.

د پاکستان ګډې تحقیقاتي کمیټې په یو رپورټ کښې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر د هیواد د مالي فساد په یوه ستره دوسیه کښې د جرم شریک وباله.

په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې آصف علي زرداري د (اومني) ګروپ د مشر په ملتیا له جعلي بانکي حسابونو (اکاؤنټس) څخه ناوړه استفاده کړې او د بحریه ټاؤن په کیس کښې د جرم شریګ ګڼل کیږي.

د پاکستان د ګډې تحقیقاتي کمیټې په رپورټ کښې راغلي دي: د زرداري د کورنۍ ماڼۍ (بلاول هاوس) ټول لګښتونه له داسې جعلي بانکي حسابونو ورکړی شوې دي چې په نامعلومو کسانو پورې اړوند دي.

د پاکستان ګډې تحقیقاتي کمیټې (جی، آيي، ټي) د دې دوسیې د تورنو کسانو له هیواده د ممنوع الخروج کیدو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکښې پرون د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد پخواني وزیراعظم نواز شریف ته هم د اووه کاله بند او همداشان نقدې جرمانې سزا واوروله.

نواز شریف هم په مالي فساد او مني لانډرنګ تورن دی. هغه باید له اووه کاله بند نه علاوه، یو نیم میلیارډ روپۍ جرمانه هم ورکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه