پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د هندله تجارتی الوتونوسره مخالفت کوی
هندۍ خارجه وزیرې سوشما سوارج څه موده مخکې وئیلی وو،ایران چابهار بندر د افغانستان پشمول دمینځنۍآسیا هیوادونو ته د نوی ډیلی دلاس رسی تر ټولو غوره لاره ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی یوۀ هندی چارواکی چې غوښتل نامه ئې ونه ښودل شی،وئیلی دی دپاکستان د هوائی چلند ادارې په تیر دسمبر او روانې جنورۍ میاشت کې دافغانستان په لور ددغه هیواد له فضا د هندوستان د سپایس جټ هوائی شرکت دا لوتونو له تیریدا سره مخالفت کړی دی .
دغه هندی چارواکی دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد د پاکستان له مواصلاتی لارو څخه دهندی ګاډو له تیریدو سره هم مخالفت کړی دی،زیاته کړې ، نوی ډیلی په دې باب د پاکستان په اقداماتو اعتراض کړ ی دی،خو اسلام اباد تر دې دمه ورته کوم ځواب نه دی ورکړی .
په همدې باب هندۍ خارجه وزیرې سوشما سوارج څه موده مخکې وئیلی وو،ایران چابهار بندردافغانستان پشمول دمینځنۍ آسیا هیوادونو ته د نوی ډیلی دلاس رسی تر ټولو غوره لاره ده .
هند او افغانستان په ۲۰۱۷کال کې د کابل،کندهار نوی ډیلی او ممبئ ښارونو ترمینځ تجارتی هوائی کریډور افتتاح کړی دی .دپاکستان له اړتیا پرته،ددواړو هیوادونو ترمنیځ تجارتی پراختیا د دغه پلان یوه موخه شمیرل کیږی