Mar 15, 2019 07:51 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایکو ریل ګاډی د لارې دبیرته پرانیستو غوښتنه کړې

دپاکستان د ریلوې وزیر همدرااز دایکو موسسې عمومی منشی د کویټه تفتان د ریل لارې د بیا جوړونې اونوی کونې پشمول په پآکستان کې د ریل پټلیو له پلانونو خبر کړ . د ایکو موسسې ایرانی عمومی منشی هم په دغې کتنې کې ډاډ ورکړ ایکو موسسه ، په سیمې کې د ریلی ارتباطاتو د احیاء په لاره کې د پآکستان داقداماتو ملاتړ کوی ..

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی و  دپاکستان دریلوې وزیر شیخ رشید پرون په اسلام آباد کې  د    ایکو  موسسې   له عمومی منشی هادی سلیمانپور سره په کتنې کې  د اسلام اباد ،تهران او استانبول  او  دغه راز دمینځنۍ آسیا دهیوادونو ترمینځ د  سیمه ایزې ریل پټلۍ  دچینل دبیرته  پرانیستو لپاره د  ایکو موسسې  د رول د لوبولو غوښتنه وکړه.

 شیخ رشید   زیاته کړې ،  دپاکستان حکومت  له ایران اوترکیې سره  دریل پټلۍ  په باب ددملګرتیاؤ په زیاتولو پسې دی او   دخپل ریل پټلیو  د  پروژو د نوی کولو لپاره  دبهرنیو شرکتونو   پانګونو ته لومړیتوب ورکوی .

 دپاکستان د ریلوې  وزیر همدرااز دایکو موسسې   عمومی منشی  د کویټه تفتان د ریل لارې  د بیا جوړونې اونوی کونې  پشمول په پآکستان کې د ریل پټلیو  له پلانونو خبر کړ .  د ایکو موسسې   ایرانی عمومی منشی هم په دغې کتنې کې ډاډ ورکړ  ایکو موسسه ،  په سیمې کې د  ریلی ارتباطاتو د  احیاء په لاره کې د پآکستان داقداماتو ملاتړ کوی ..

 د ایکو موسسې عمومی منشی هادی سلیمانپور  چې  په څلور ورځنی سفر اسلام اباد ته تللی ، ددغه هیوادله لومړزی وزیر ولسمشر ، خارجه وزیر او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره ئې هم لیده کاته کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه