Mar 15, 2019 07:55 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان دکرتاپور دسترې لارې په باب سره خبرواتروته دوام ورکوی

د هند او پاکستان ترمینځ دکرتاپور سرحدی لاره دتیر کال په نومبر کې د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان ، ددغه هیواد دپوځ د مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمیر نورو لورړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو په شتون سره په یولړدستورو کې پرانیستل شوې وه .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ  د کرتاپور  معبد  د سرحدی سترې لارې د جوړولو دپلان د مسودې  دنهائی کولو لپاره  چې  پاکستان ئې وړاندیز کړی ،  دپاکستان او هندوستان د پلاؤ  غونډه  پرون  دهندوستان  په  آتاری سرحدی سیمې کې  وشوه  او دواړو لورو په دې باب دنهائی  فیصلې لپاره   په راتلونکی میاشت کې  دد خبرواترو د دوهم پړاؤ په ترسره کیدا  سره موافقه کړې ده .

 دپاکستان  خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،اسلام اباد اونوی ډیلی  په پرونیو  خبرواترو کې  سره  موافقه کړې ده ، چې   دخبرواترو  ورپسې پړاؤ    داپریل په دوهمه نیټه  دپاکستان  په واهګه  سرحدی سیمې کې ترسره شی .  په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی دی  دپاکستان اوهندوستان حرفه وی اوتخنیکی  مسئولان   تر شپږو ورځو پورې   د پولې دپاسه ،  یعنی په هغه ځای کې  غونډه جوړوی ،چې ټاکل شوې ده ،  دکرتاپور معبد  ته تلونکی لاره پکې  جوړه شی،

کمنټونه