Mar 25, 2019 12:15 Asia/Kabul
  • هند يوه پاکستاني ډرون الوتکه نسکوره کړه

د هند فوځ په يوې خبرپاڼه کښې د دغه هېواد د هوائي دفاعي ځواک لخوا د يوې پاکستاني ډرون الوتکې د رانسکورولو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د هند د فوځ د خبرپاڼې له مخې د دغه هېواد هوائي دفاعي ځواک په راجستان صوبه کښې د هند هوائي حريم ته له ننوتلو وروسته يوه پاکستاني ډرون الوتکه نسکوره کړه.

د هند او پاکستان د ترمېنځ د تاوتريخوالي نوے دور د کشمير په پلوامه سيمه کښې په هندي فوځيانو د جيش محمد نومې ترهه ګرې ډلې د فرورۍ د څوارلسمې له ترهه ګريزې  حملې وروسته چې پکښې له هغوي څخه لږ تر لږ څلور څلوېښت تنه ووژل شول شروع شو.

 

ټیګونه

کمنټونه