Apr 25, 2019 14:27 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایرانه دګیسو واردولو ته ډیره اړتیالری

د پاکستان داطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان هم له دې مخکې وئیلی وو ،هغه تړونونه چې ددغه هیواد مخکینی حکومت له عربو هیوادونو اوهمدرااز له ترکمنستان سره دمایع ګیسو دترلاسه کولو لپاره لاسلیک کړی دی،دپاکستان په ګټه نه دی .

فارس خبری اژانس له اسلام اباده راپورورکړد پآکستان دلومړی وزیر ځانګړی سلاکار ندیم بابر دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی،ځینی مشکلات او چیلنجونه لامل شوی  له ایرانه دګیسو دپایپ لاین پروژه  اجرائی نشی،خودپآکستان حکومت هڅه کوی،ددغو خنډونو په لیرې کولو سره  دغه اقتصادی  اوستره پروژه  چې د پاکستان ملی ګټې پکې نغښتی دی ، اجرائی کړی .

 د پاکستان داطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان هم له دې مخکې وئیلی وو ،هغه تړونونه چې ددغه هیواد مخکینی حکومت  له عربو هیوادونو اوهمدرااز له ترکمنستان سره  د مایع ګیسو دترلاسه کولو لپاره  لاسلیک کړی دی ،  دپاکستان  په ګټه نه دی .

   د سولې  دپایپ لاین په نامه   پاکستان  ته دایران دګیسو دپایپ لاین دغزونې ستره اقتصادی پروژه  د ۲۰۱۴کال له مارچ  څخه پیل شوی ، خود امریکا پشمول دځینو هیوادونو  په لاسوهنو سره ئې په پاکستان کې  اجرا تر دې دمه ځنډیدلې ده.ایران پاکستان ته د صادراتو لپاره دګیسو  دپایپ لاین دتړون په وړاندې خپلې ژمنې  پوره کړی دی،او پایپ لاین ئې  د پاکستان تر پولې پورې جوړ کړی دی ، خو اسلام اباد پکې ځنډ کوی .

 

ټیګونه

کمنټونه