Apr 26, 2019 05:07 Asia/Kabul
  • پاکستان دې دامریکاپه وړاندې پخپل بهرنی سیاست بیاکتنه وکړی

میرمن مزاری روښانه کړې ده ،امریکا په زیاترو موردونو کې یوازې دخپلو ګټو په اساس عمل کړی دی او د نورو ملی ګټې دامریکایانو لپاره هیڅ اهمیّت نه لری،په همدې اساس باید د دامریکاپه وړاندې دپاکستان په بهرنی سیاست کې اساسی بدلون راشی .

زمونږخبریال راپور راکړ دپآکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې میرمن شیرین مزاری په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ،  په سیمې کې د مریکا سټراټژیکې موخې   دپاکستان له ملی ګټو سره په تضاد کې دی .

 میرمن مزاری روښانه کړې ده ،امریکا په زیاترو موردونو کې یوازې دخپلو ګټو په اساس عمل کړی دی او د نورو  ملی ګټې  دامریکایانو لپاره هیڅ  اهمیّت نه لری ، په  همدې اساس باید د دامریکا په وړاندې دپاکستان په بهرنی سیاست کې  اساسی بدلون راشی .

  د اسلام  اباد او واشنګټن اړیکې  له ۲۰۰۴کال راهسې  او  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  دپاکستان په قبایلی سیمو دبې پیلوټه الوتکو  دخپلو  سرو حملو  کې  دامریکایواړخیزو اقداماتو  وروسته او دغه راز د  امریکا داوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ  له خوا له ترهه ګرۍ  په ملاتړ د پاکستان په تورنولو پسې  تر ډ یره حده ترینګلی  او سړې شوی دی .

 په دغو کلونو کې  څو ځله امریکا پر پاکستان  دخپلو پوځی او مالی مرستو دبندولو ګواښونه هم کړی  چې  ځینی ئې عملی هم کړی دی .

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان دمشرانو جرګې دکورنیو چارود کمیشن مشر رحمان ملک هم په اسلام اباد کې دامریکا په سفارت کې د پوځي روزنو اودمرکز جوړیدا خطرناکه چاره بللې او پر خارجه زارت ئې غږکړی،دپاکستان د مشرانوجرګې دکورنیو چارو دکمیشن  غړو ته  دامریکا په سفارت کې د نوو او شک راپارونکو خوځښتونو په باب دې ځواب ورکړي.

ټیګونه

کمنټونه