Sep 11, 2019 04:24 Asia/Kabul
  • هندوستان دکشمیر سیمې دخلکو پرضد ظلمونو او تیریو او دخلکو نیولو او ځپلو ته مخه کړي ده .
    هندوستان دکشمیر سیمې دخلکو پرضد ظلمونو او تیریو او دخلکو نیولو او ځپلو ته مخه کړي ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه وښودله .

هغه په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشری حقوقو د شورا په مرکز کښې په دغه شورا غږ وکړ چې د کشمیر دمسلمانانو پرضد د هندوستان دځپونکو حملو په اړه تحقیق ترسره کړی .

د ملګروملتونو د بشری حقوقو سترې کمشنرې میرمن میچل باچله (Michelle Bachelet) هم په تیرې دوشنبې ورځ د سیاسی مشرانو د نیولو او په اینټرنیټ داعمال شویو محدودیتونو په شمول د کشمیر د خلکو د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په باره کښې دهندوستان دحکومت دوروستیو اقداماتو په هکله اندیښنه څرګنده کړی وه .

هندوستان له تیرو څو اونیو راهسې چې د کشمیر سیمې کورواکۍ یې ختمه کړی ده ددغه سیمې دخلکو پرضد ظلمونو او تیریو او دخلکو نیولو او ځپلو ته مخه کړی ده چې دغه چاره دایران په شمول دډیرو مسلمانو هیوادونو داندیښنې سبب  ګرځیدلی ده .

 

ټیګونه

کمنټونه