•  ایران او مالی جمهوریت په بیلابیلو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانوکې سره یو شان نظر لری

زمونږ خبریال راپورارکړ دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی نن په تهران کې دمالی جمهوریت دپارلیمان له مشر ایساکاسیدیبه سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل ، مالی په افریقا کې یو مهم هیواد دی او تل ورته اسلامی ایران پام کړی دی او د دوو اړخیزو اقتصادی اړیکو دپراختیا په باب دمالی دپارلیمان له مشر سره ئې خبرې اترې کړی دی .

 ډاکټر لاریجانی روښانه کړې  دمینځنی ختیځ  او  اسلامی هیوادونو بحرانونه  لامل شوی دی  چې  د   داسلامی نړۍ د یوې   اصلی موضوع په توګه دفلسطین مسئله تراغیزو لاندې  راغلې ده .

 هغه  په مالی جمهوریت کې   د اسلامی پارلیمانونو دټولنې دغونډې په جوړیدا  دخوشالۍ په څرګندولو سره  هیله ښودلې  څو   په دغه راتلونکی غونډې کې  داسلامی نړۍ دمهم  شخړو اوچلینجونو  دحل لپاره  سمې فیصلې وشی .

 دایران   دپارلیمان مشر  ایران دته  دمالی دپارلیمان دمشر سفر  هم  د دواړو هیوادونو په اړیکو کې  یو مهم بدلون وباله.

دمالی  دپارلیمان مشر ایساکام سیدیبه  هم په دغه کنفرانس کې  دفلسطین دولس  مشکل   داسلامی نړۍ  یوه غوره  مسئله  وبلله اوزیاته  ئې کړه ، اسلامی ایران او مالی جمهوریت  دفلسطین په موضوع کې  ګډې  لیدتوګې لری :  هغه همداراز   وویل ،هیواد ئې تراوسه پورې  له هغو ټولو اقداماتو سره چې   دملګروملتو  دفلسطیین دمظلوم  ملت په ضد ترسره کړی ، مخالفت کړی  او له اسلامی نړۍ او دفلسطین له مظلوم  ولس  سره  مټ په مټ ولاړ دی او د صهونیسټی ښآرګوټڼو  دپراختیا په ضد ئې دملګروملتو  دوروستی پریکړه لیک  بشپړ ملاتړ کړی دی .

 

Jan 11, 2017 19:13 Asia/Kabul
کمنټونه