زمونږخبریال راپور راکړ د ملګروملتو نوی سرمنشی آنتونیوګوترس د دغې موسسې په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې وویل ، په اوسنی پړاؤ کې هغه څه چې ډیر اهمیّت لری ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دجنګ اوتاؤتریخوالی له پیلیدو مخنیوی دی .

آنتونیو ګوترس  همداراز وویل ، په  دې باب   په ملی اونړیواله سویه  د فیصلوکونکو  قانع کول  چې  دجنګ او تاؤتریخوالی  مخنیوی باید  دهوی  یو اساسی لومړیتوب شی ، ډیر سخت کار دی .

 دملګروملتو  سرمنشی  زیاته کړې ممکنه ده ،  ددې علت داوی چې  دنښتو اوتاؤتریخوالو  په مخنیوی کې  بریالیتوب  عموی پام څه خاص نه جلبوی ، کله چې  دجنګ اونښتو مخنیوی کیږی ، نو دا موضوع  رسانئ  نه کیږی .

 ګوترس   دسولې او امنیت په سویه  دنړیوالو دلیدتوګولپاره  دانډول  په رامینځةکیدا ټینګار وکړ او روښآنه  ئې کړه ،  په تیرو څو لسیزو کې  دهیوادونو اونړیوالو اورګانونو  پام  یوازې   دنښتو اوتاؤتریخوالو په وړاندې  غبرګونونو ته متمرکز  شوی  ، خو  دراتلونکی لپاره    دې ته اړتیا لرو چې  دجنګ اوجګړو دمخنیوی او دتل پاتې  سولې اوثبات درامینځةکولو لپاره  لازیات اقدامات وکړو، څو نړۍ یو ځل بیا کراری اوسوله  ووینی .

 

Jan 11, 2017 19:23 Asia/Kabul
کمنټونه