• اسلامی نړۍ  دې  د درستو ګډو خطرو سره  دمقابلې لپاره  یوه یوموټی شی

ایرنان خبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن مازدیګر په تهران کې دمالی جمهوریت دپارلیمان له مشر ایساکاسیدیبه سره په کتنې کې هیله وښودله د اسلامی پارلیمانونو دټولنې راتلونکی غونډه د اسلامی نړۍ ضد ګواښونو سره دمقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو داتحاد اویوولی دپیاوړتیا په چوکاټ کې ګام پورته کړی .

 ایساکاسیدیبه هم  په دغې کتنې کې  دایرن  دنظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې  دخدای بخښلی مشر او  د اسلامی انقلاب دیوې اساسی ستنې  آیت ا...  هاشمی رفسنجانی  درحلت په باب په  تسلیّت ویئلو سره  ویلی ،  دمالی جمهوریت دملت لپاره   دایران له اسلامی جمهوریت  سره  داړیکو  لازیاته پیاوړتیا ډیر اهمیّت لری .

 جواد ظریف ا  سیدیبه  په دغې کتنې کې  همداراز  د دوواړخیزو اړیکو په تیره بیا  په پارلیمانی حوزې ،  په مالی جمهوریت کې  داسلامی پارلیمانونو دټولنې راتلونکی غونډې او   د دغه اورګان دتاسیسونکی  په توګه  دایران د ګډون داهمیّت ،   له ترهه ګرۍ ،افراط پالنې  له ریښو اوزمینو په تیره بیا     دهغو  له کلتوری اواقتصادی  ریښو سره  دمبارزې  او د دواړو هیوادونو  دګډ اقتصادی کمیشن  دجوړیدا په باب  هم سره د نظر تبادلې وکړې .

 

Jan 11, 2017 21:48 Asia/Kabul
کمنټونه