• مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی لیکلی دی: د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د میانمار د فجایعو په وړاندی د نړیوالو ټولنو او بشری حقوقو د ادعا کونکو، پر بی عملۍ باندی سخته نیوکه وکړه.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، نن سهار د خارج فقه د درس په پیل کی، د میانمار زړه دردونکو پیښو ته په اشارې سره، د دغو فجایعو په وړاندی د نړیوالو ټولنو او د بشری حقوقو د ادعا کونکو پر چوپتیا او بی عملۍ، په کلکله نیوکه وکړه، او پر دې باندی په ټینګار سره؛ چی د دغې قضیې حل لاره د مسلمانو هیوادونو عملی اقدام، او د میانمار پر بی رحم دولت د سیاسی او اقتصادی دباؤ اچول دی؛ څرګنده کړه: اسلامی جمهوریت باید، د نړۍ په هر ګوټ کی د ظلم په خلاف، په ډاګه او په زړه ورتیا سره خپل دریځ اعلان کړی. حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د مسلمانانو او بودائیانو ترمنځ تر یوې مذهبې نښتې پوری د میانمار فاجعی را ټیټول، غلط وبلل؛ او زیاته یی کړه: البته؛ ممکنه ده پدغه پیښه کی مذهبی تعصب اغیز ولری، خو دغه قضیه؛ یوه سیاسی مسئله ده، ځکه چی د هغې اجرا کونکئ د میانمار دولت دئ.

********

نړۍ؛ د آزادو سیاست والانو له نشتوالی څخه رنځ وړی. دا د هغه تحلیلی مطلب عنوان دئ، چی د جام جم په ورځپانه کی لیکل شوئ دئ. د مطلب په دوام کی لولو: هغو سترو تاوتریخجنو اقداماتو او پیښو ته په یوې لنډې کتنه سره، چی په نړۍ کی د بشریت په خلاف سرته رسیدلی دی؛ لکه: د عثمانیانو په وسیله د ارمنیانو نسل وژل، د آلمانیانو له خوا د یهودیانو وژل، د امریکی د پوځ په وسیله د ویټنامیانو عام قتل، د هیرو شیما فاجعه، د خمرهای سرخ په وسیله د کامبوج خلګو عام قتلول، د مسلمانانو په خلاف د صربیانو جنایتونه؛ او دا ځلې هم د میانمار د پوځ او افراط پالو بودائیانو په وسیله د مسلمانانو نسل وژل، دیته متوجه کیږو؛ چی دا ټول او ټول په سیاست کی د اخلاق له نشتوالی څخه سرچینه اخلی. خو؛ د یادو بشری جنایتونو هیڅ یو،  د میانمار د وروستیو پیښو په اندازه؛ د زړه د دردیدو او خپګان نه سبب کیږی. ځکه چی د میانمار د قدرت په جوړښت کی؛ او د هغه په سر کی یوه ښځه؛ د ؤلس مشرې په توګه، پخپل هیواد کی د داشان بشر ی ضد پیښو د رامنځته کیدو کتونکې ده؛ هغه ښځه چی د خپلو سیاسی او ټولنیزو مبارزاتو له کبله، د نړۍ د آزادو او حق طلبو کسانو د احترام وړ وه. 

*********

د تهران چاپ د  اعتماد ورځپاڼی په نړیوالو راپورونو کی لیکل شوی دی؛ عربستان د اسرائیلو د دوستۍ لاس کښیکاږی. پدی ورځو کی د عربی هیوادونو په انټرنیتټی ویب سایټونو کی، یوه ویډیو لاس په لاس کیږی؛ چی په هغې کی د صهیونیسټی رژیم لمړئ وزیر«بینامین ناتانیاهو» وایی؛ عربستان د زیاترو عربی هیوادونو په شان، اسرائیل د ځان متحد او دوست ګنی؛ نه دښمن. د دغې مسئلې دلیل هم، دوه اصلی ګواښونه دی؛ چی عربستان ور سره مخامخ دئ، یو ایران او بل داعش.

همداراز د اسرائیلو ژغ، په نامه راډیو هم؛ تیره اونۍ نیواکی فلسطین ته د عربستان د پاچاهی کورنۍ د یو شاهزاده د سفر خبر ورکړ. د دغه خبر په اساس؛ د سعودی شاهزاده چی نوم یی افشا شوئ نه دئ، له اسرائیلی لوړ پوړو مقامونو سره کتلی، او د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو د پرمخ بیولو په موضوع یی بحث کړئ ؤ. له دې وړاندی هم، راپور ورکړ شوئ ؤ چی د اسرائیلو لمړی وزیر«بنیامین نتانیاهو»، د فارس خلیج د څنډې د عربی هیوادونو له یو شمیر لوړ پوړو شخصیتونو سره کتنه کړې ده؛ خو د دغو میلمانه ؤو هویت او نومونه ښودل شوی نه ؤو.

*********

ایران تل د ټروریزم په خلاف مبارزه کی؛ د افغانستان د خلګو ترڅنګ پاتی شوئ دئ. دا د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی یو سرلیک دئ؛ چی په دوام کی یی لیکل شوی دی: په ملګرو ملتو کی د افغانستان دائیمی استازی څرګنده کړه: د افغانستان پراختیا؛ او له ټروریزم سره مبارزه له یوې او بلې سره تړیدلې ده، او د ایران اسلامی جمهوریت تل، د افغانستان خلګو تر څنګ دریدلئ، او هیله من یو چی دوام پیدا کړی.

«محمود صیقل» پدې باره کی وویل: موږ هغه دوه هیوادونه یوو؛ چی د د دین؛ ژبې؛ کلتور او ګډ مسلک په شان ډیری ګډولی لرو. ده زیاته کړه: دواړه هیوادونه د متقابل احترام په اساس، د یو او بل ترڅنګ اوسیدلی دی، او دغه اړیکې په هماغې روحیې سره دوام لری. محمود صیقل ډاګینه کړه: د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وړاندی هم، د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د خلګو او مقاومت ترڅنګ ولاړ ؤ، او د ټروریزم په وړاندی دریدلئ دئ، او انتظار کیږی چی دغه وضعیت دوام ومومی.

*********

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو یو شمیر مطالبو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سیپټمبر د ۱۱مې ڼېتې په اړه یو شمیر مطالب چاپ کړی دی.

سرخط  خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه خپله سرمقاله په دې کرښه پیل کړې ده، د شپاړلسو ساعتونو جګړه چې شپاړس کاله اوږده شوه.

په سرمقاله کې راغلی؛ له ننه ۱۶ کاله مخکې په امریکا کې د ترهګرو خونړیو حملو له امله، په یو ورځ شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

دغه حملې د القاعده شبکې د ۱۹ غړو له خوا وشوې، چې بیا امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د پوځی حملې پرېکړه وکړه.

د سرمقالې لیکوال لیکی؛ هغه مهال اوازې وې چې امریکا به په ۱۶ ؤ ساعتونو کې د طالبانو نظام نسکور او جګړه به وګټی، خو د ده په خبره، طالبانو یو میاشت مقاومت وکړ؛ او د ۱۶ ساعتونو جګړه بیا ۱۶ کلونو ته وغځیده.

ورځپاڼه لیکی، د ترهګرو پر ضد د امریکا جګړه لا هم روانه ده؛ او لا هم افغانان وژل کیږی، خو د جګړې بریا او ناکامی د رحمان بابا د دیوان په فال هم نه معلومیږی.

انیس دولتی ورځپاڼې د موضوع په اړه لیکلی، اوس چې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر له ۱۱مې نیټې شپاړس کاله تیرېږی امریکایی چارواکی وایی، د دوی اصله دښمنه شبکه ( القاعده) کمزورې شوې، او په وړاندې یې د بری خبره کوی.

خو سرمقاله لیکونکی لیکی، په افغانستان کې لا هم جګړه روان ده، او په لنډ مهالی کې یې د ختمیدو هیله هم نه لیدل کیږی.

ملی ارمان  خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلی؛ که طالبان له منځه ولاړ نشی، د سیپټمبر ۱۱مه نیټه به بیا تکرار شی.

په سرمقاله کې د طالبانو ډله د نړۍ تر ټولو لویه ترهګر ډله ښودل شوې، او ویل شوی چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې، دغه ډله چې په هر ځای کې وی باید هدف وګرځی او په دې توګه نړۍ د ترهګرۍ له شره ځان خلاص کړی.

د سرمقالې لیکوال لیکلی، امریکا د افغان ځواکونو په همکارۍ دا کار کولای شی.

د ده په باور، که طالبان له منځه یونه وړل شی، لیرې نه ده چې د سیپټمبر د ۱۱مې نیټې پیښې بیا تکرار شی.

*******

 

 

 

 

 

Sep 12, 2017 15:26 Asia/Kabul
کمنټونه