• مطبوعاتو ته کتنه

دتهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په نړیوالو خبرونو کی، د ملګرو ملتو د سازمان په حواله لیکل شوی دی: د میانمار د روهینګیایی مسلمانو کډوالو شمیر، له ۳۷۰ زرو تنو څخه وا ؤښت.

د ملګرو ملتو ډیری نوې شمیرنی ښیې، چی د تیری میلادی میاشتې له وروستیو را هیسی، ۳۷۰ زره روهینګیایی مسلمانان، بنګلادش ته تښتیدلی دی. د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس ویاندوی ټینګار وکړ: څه دپاسه ۳۷۰ زره روهینګیایی مسلمانان، د میانمار د نښتو او تاوتریخجنو حالاتو له کبله، بنګلادش ته کډوال او آواره شوی دی. د میانمار دولت ادعا کوی؛ چی د روهینګیای وسله والو سره د مبارزې په حال کی دئ.

********

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د بین المللی خبرونو په یو سر ټکی کی، د پاکستان د لمړی وزیر له قوله لیکل شوی دی: د واشنګټن پاکستانی ضد سیاستونه؛ د امریکا په زیان تمامیږی. د پاکستان لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی» اعلان وکړ: له اسلام آباد سره د پوځی مرستو کمیدل، له ټروریزم سره د مبارزې د کمزوری کیدو سبب کیږی، او دغه مسئله به پخپله د امریکې په زیان تمام شی.

په همدې اړه؛ شاهد خاقان عباسی، امریکې ته خبر دارئ ورکړ، او ویی ویل: د واشنګټن د پاکستانی ضد سیاستونو لوګی به؛ پخپله د امریکا د مقامونو سترګو ته لاړی شی، او د اسلام آباد په خلاف د امریکی د بندیزونو لګول به، یو بی نتیجی اقدام وی. د پاکستان لمړی وزیر همداراز څرګنده کړه: پاکستان ته د جنګی الوتکو له پلورلو څخه په مخنیوی کولو کی د امریکی اقدامات د دی سبب کیږی؛ چی اسلام آباد د خپلو وسلو د برابرولو لپاره، روسیې او چین ته مخه وکړی.

*******

د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼی لیکلی دی: د افغانستان پارلمان د کابل- واشنګټن د امنیتی تړون د لغو کیدو غوښتنه وکړه. د افغانستان د پارلمان نمایندګانو، پدی هیواد کی د واشنګټن په نوې ستراتیجۍباندی په نیوکی سره، ټینګار وکړ؛ چی له امریکا سره امنیتی تړون، اسلامی مقدساتو ته د سپکاوی په دلیل، لغو شی.

د افغانستان د پارلمان یو شمیر نمایندګانو اعلان وکړ: امریکا په افغانستان کی د سولې ټینګولو لپاره، کوم پروګرام نه لری او پدی هیواد کی د جګړې د اوږدیدو په منظور هڅه کوی. دغو نمایندګانو ټینګار وکړ: چی د واشنګټن نوې ستراتیژی، په حقیقت کی د افغانستان د خلګو د بمبارولو او وژلو ستراتیژې ده. هغوی په افغانستان کی د ملکیانو د بمبارۍ په باره کی له امریکی څخه د توضیح غوښتنه وکړه. افغان نمایندګانو همداراز، افغانستان ته د لا زیاتو امریکایی پوځیانو له لیژلو سره مخالفت وکړ، او له واشنګټن څخه یی وغوښتل چی د یاد هیواد امنیتی ځواکونه سمبال او پیاوړی کړی.

********

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی، د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې«فډریکا موګرینی» له قوله لیکل شوی دی: اروپا د اټمی جامع پروګرام(برجام) ملاتړې ده، او د ایران او شمالی کوریا پرتله کول؛ غلط دی.

د اروپا اتحادیې د بهرنی سیاست مسؤلی وویل: برجام وښودل چی په صبر او زغم سره، د اټمی وسلو له تولید او پراختیا څخه مخنیوئ کول، ممکن دی.

فدریکا موګرینی، ټینګار وکړ: د ایران اټمی خبرو اترو؛ دنیا ته ور وښودل چی په زغم؛ زیار او ډیپلماسۍ سره د اټمی وسلو منع کیدل امکان لری. د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤلې، د ایران او شمالی کوریا د اټمی پروګرام پرتله کول غلط وبلل، او ویی ویل: هغه توپیر چی د دغو دؤو موردونو ترمنځ شته، د داشان خبرو اترو د ترسره کولو لپاره، د لویدیځ او پیونګ یانګ ترمنځ د سیاسی غوښتنې او ارادې نشتوالئ دئ.

موګرینی زیاته کړه: موږ به هغو خبرو اترو ته چی تیره اونۍ مو، د شمالی کوریا په ضد د اروپا اتحادیی د بشپړ بایکاټ په باره کی پیل کړې؛ دوام ورکړو، ترڅو پردغه هیواد دباؤ سخت او زیات شی.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

 د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ببلاببلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړی دی.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په یو تحلیلی مطلب کې چې عنوان یې دی پر پاکستان د چین فشار د افغانستان د ثبات لپاره د هیلی څراغ کیدای شی لیکلی چې شنونکی په افغانستان کې د سولې لپاره پر پاکستان د چین فشار ګټور بولی.

ورځپاڼه وړاندې لیکی چې په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام په صورت کې چین خپلو اقتصادی ګټو ته نه شی رسیدای.

د مطلب لیکوال د افغانستان چین او پاکستان درې اړخیزه غونډې ته چې ټاکل شوې په روان کال کې جوړه شی اشاره کوی او لیکی:

دا د افغان حکومت لپاره لوی فرصت دی ترڅو چین ته قناعت ورکړی چې له ترهګرو د پاکستان ملاتړ د سیمې د نورو هبوادونو ترڅنګ د چین اقتصادی ګټې هم ګواښی.

ورځپاڼې د اقتصادی چارو د کارپوهانو له قوله لیکلی چې افغان حکومت باید د پیاوړې ډیپلوماسۍ پر مټ د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره وتړی او چین قناعت ورکړی چې د افغانستان بې ثباتی د چین اقتصاد ته هم ګواښ پبښولی شی او د مخنیوی لاره یې داده چې پر پاکستان فشار راوړل شی.

 

 ملی ارمان نا دولتی ورځپاڼې بیا خبر ورکړی چې د ۱۳۹۷ کال تر پایه به کابل د میټرو بس د دوه لیکو څښتن واوسی.

ورځپاڼې لیکلی:

د کابل ښاروالۍ پلان لری چې په دغه ښار کې د ترافیکی ګڼې ګوڼې د مخنیوی او خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په هدف په لومړی ځل د میټرو بس د جوړېدو هڅه وکړی.

ورځپاڼه د کابل د ښاروالۍ د مسؤلینو په قول لیکی چې د دې میټرو بس لومړۍ لیکه به، ده افغانانو څخه تر سرای شمالی پورې چې اته کیلومتره کیږی وغځول شی.

په مطلب کې راغلی چې د دې کار په دوهمه مرحله کې به د میټرو بس دا لیکه د برکی له لارې، باغ بالا، کوټه سنګی او دهمزنګ څخه تیره شی او دهـ افغانانو ته به ورسیږی.

په مطلب کې همدا راز د کابل د ښاروالۍ د مسؤلینو له قوله ویل شوی دوی پلان لری، چې د راتلونکو پنځه کلونو په موده کې د کابل ښار په ببلاببلو سیمو کې د ۱۱۱ کیلومتره په اوږدوالی د میټرو بس لیکې تیرې کړی.

 

او هیواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د هند وروستیو مرستو ته په اشارې سره لیکی؛ چې دغه هیواد په پوځی او اقتصادی برخو کې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې کړی دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکی هند به د چا بهار بندر د جوړولو د چارو د ګړندی کولو ترڅنګ په افغانستان کې ۱۱۶ نوې پروژې عملی کړی.

د سرمقالې لیکوال باور لری، چې د چابهار بندر د پاکستان د تړل شوېو لارو ښه بدیل دی، او هندوستان کولای شی له دې لارې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړی او خپل صادرات تر قفقازه ورسوی.

په سرمقاله کې راغلی چې د هندوستان یو شمیر ښارونه به د افغانستان د یو شمیر ښارونو سره د دوستۍ د تړاو په نوم ونومول شی چې دا د هند د دوستی بل ستر ثبوت دی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره پورته کیږی.

سرمقاله لیکونکی وړاندی لیکی چې هندی چارواکو د دې پوځی او اقتصادی مرستو د اعلان پرمهال ویلی؛ چې دا مرستې د هغه ترهګرۍ ضد دی؛ چې افغانستان او هندوستان په ګاونډ کې فعاله ده، او دواړه هیوادونه یې تر برېدونو لاندې نیولی دی.

 

Sep 13, 2017 14:57 Asia/Kabul
کمنټونه