• دمیانمار څه دپاسه دوه لکه  بې څوکه ماشومان دمرګ له جدی خطرو سره مخامخ دی

دمیانمار دڅه دپاسه دوه لکه روهینګیائی ماشومان چې ځانونه ئې بنګله دیش ته رسولی دی ، د ژوندی پاتیکیدو لپاره سملاسی مرستو ته ا ړتیا لری .

ایرنا خبری آ ژانس  راپورورکړ دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف) سیمه ایز دفتر  په آسټرالیا کې   نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره   دبنګله دیش په پوله  ایزې سیمې کې  د روهینګیائی  کډوالو  شرائط ډیربوږنونکی بللی او  وئیلی ئې دی ،  دمیانمار  دڅه دپاسه  دوه لکه روهینګیائی ماشومان  چې ځانونه ئې بنګله دیش ته رسولی دی ،  د ژوندی پاتیکیدو  لپاره سملاسی  مرستو ته ا ړتیا لری . 

 د دغه  راپور په اساس د اګست له ۲۵نیټې تراوسه پورې   کابو څلور لکه  روهینګیائی  مسلمانان  له میانماره تښتیدو ته  اړ شوی دی  او ځانونه ئې  دبنګله دیش سرحدی سیمو ته رسولی دی  چې  په هغو کې کابو شپیته فی صده   ماشومان دی .

 دیونیسف  د اعلامیې په اساس   دبنګله دیش  په سرحدی سیمې کې  دروهینګیائی  کډوالو  لومړنی ضرورتونه   دڅښاک اوبه او دبهداشتی سسټمونو جوړول دی .

 دمیانمار  له روهنیګیا   دکډه په سر شویو  مسلمانانو  بې مخینې بهیر   په دوامدار ډول  د بنګله دیش سرحدی کلو اوښارګیو ته   هماغه راز دوام لری .

 

Sep 13, 2017 15:02 Asia/Kabul
کمنټونه