• امنیت شورا د میانمار د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالیو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

د یادولو ده چی په دغه موده کې د میانمار پوځ او افراطی بودایانو څه د پاسه شپږ زره روهینګیایی مسلمانان وژلی او اته زره نور ژوبل کړی دی .

د فرانس پریس له راپور سره سم د ملګرو ملتو امنیت شورا په راخین صوبه کی روهینګیایی مسلمانانو پرضد تاوتریخوالی وغندل .

امنیت شورا پرون په یوه بیانیه کې په میانمار کې د روهینګیایی مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالیو د بندولو لپاره د سملاسی اقدام غوښتنه وکړه .

امنیت شورا همداراز غوښتنه کړی ده چی مرستندویو ته دې راخین صوبې ته د تلو اجازه ورکړل شی .

 د روانې اونۍ د نهې په ورځ د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د میانمار له فاجعې څخه د ډکو پیښو په وړاندی، د نړیوالې ټولنې او د بشری حقوقو د ادعا کونکو په چوپتیا او بی عملۍ په نیوکی سره، ټینګار کړې وو چی د دغې قضیې حل لاره، د مسلمانو هیوادونو عملی اقدام، او د میانمار په بی رحم دولت د سیاسی او اقتصادی دباو اچول دی .

د یادولو ده چی په دغه موده کې د میانمار پوځ او افراطی بودایانو څه د پاسه شپږ زره روهینګیایی مسلمانان وژلی او اته زره نور ژوبل کړی دی .

 

Sep 14, 2017 06:38 Asia/Kabul
کمنټونه