• هند، امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوي  چې ترهګرې ډلې جوړوي .
    هند، امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوي چې ترهګرې ډلې جوړوي .

زمونږخبریال وایی دهندوستان دبهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سواراج دملګروملتونو عمومی اسمبلۍ ته په وینا کښې وویل پاکستان دترهګرو دصادرولو فابریکه (Factory)ده .

هغې وویل پاکستان نړۍ ته ترهګر ورکړی دی او هندوستان بیا نامتو ډاکټران او انجنیران تولیدوی .

دهندوستان خارجه وزیرې زیاته کړه ولې نن سبا  هند په دنیا کښې د انفارمیشن ټیکنالوژۍ(IT) ستر قدرت  او پاکستان یوازې د ترهګرۍ صادرونکی هیواد  ګڼل کیږی .؟

سوشما سواراج زیاته کړه هندوستان متفکران، ډاکټران او انجیزان تولید کړی او پاکستان یوازې ترهګر(Terrorists) تولید کړی دی .

هند، امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوی  چې ترهګرې ډلې جوړوی او بیا یې کشمیر اوافغانستان ته استوی چې جنګونه او بم چاودنې وکړی خو پاکستان دغه تور ردوی .

 

Sep 24, 2017 05:30 Asia/Kabul
کمنټونه