• دشمالي کوریا خارجه وزیر  د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ بوډا شوی جوارګر(قمارباز ) او  ذهني ناروغ وباله .
    دشمالي کوریا خارجه وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ بوډا شوی جوارګر(قمارباز ) او ذهني ناروغ وباله .

زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا خارجه وزیر «ری یونګ هو» دپیانګ یانګ پرضد د امریکا د ولسمشر ګواښونه د شمالی کوریا د پوځی قدرت نښه وبلله او ټینګار یې وکړ دپیانګ یانګ د اټومی هیواد جوړیدا دلیل امریکا وه .

هغه دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې وویل دتوغندوی او داټومی پروګرامونو له پراخولو د شمالی کوریا هدف دانډول او دفاعی قدرت رامینځته کول دی .

دشمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو دامریکا ولسمشر ټرمپ شیطان وباله او ټینګار یې وکړ دغصې، اوور او د کاملې تباهۍ په شان خبرې چې دامریکا ولسمشر یې کوی اوور ته د لرګیو وراچول دی .

 دشمالی کوریا خارجه وزیر  د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ بوډا شوی جوارګر(قمارباز ) او  ذهنی ناروغ وباله کوم  چې داټومی وسلو کلید په لاس کښې لری .

هغه وویل ترڅو چې په شمالی کوریا  اټومی حمله ونشی دغه هیواد به هم دبل کوم هیواد پرضد اټومی وسلې ونه کاروی .

 

 

Sep 24, 2017 06:02 Asia/Kabul
کمنټونه