•  دامریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف کړی دی داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړي ده .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف کړی دی داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړي ده .

زمونږخبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وویل که چیرې دعراق خلکو د مرجعیت په فتوا عمل نه کولی داعش ترهګرې ډلې به اوس کربلا، بصره ، کویت او سعودی عربستان نیولی وو .

دداعش ترهګرې ډلې لخوا د ۲۰۱۴ میلادی کال دجون په لسمه (۱۰)نیټه د موصل ښار له نیواک  او دعراق دنورو سیمو د نیولو لپاره ددغه ترهګرې ډلې له هڅې وروسته د تقلید ستر مرجع ایت الله سیستانی دیوې(۱) فتوا په ورکولو سره له ترهګرو سره جنګ واجب کفایی وباله او د هیواد له ټولو خلکو یې وغوښتل وسلې په لاسونو کښې واخلی او له ترهګره سره جنګ وکړی .

د ایت الله سیستانی له فتوا وروسته دعراق په زرګونو خلکو د ولسی بسیج ځواک الحشدالشعبی په نوم دحکومتی عسکرو په څنګ کښې له داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې سره جنګ پیل  کړ او هغوې وتوانیدل دهیواد په مختلفو سیمو کښې داعش ډلې ته سختې ماتی ورکړی .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې  سره  چې دامریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف کړی دی داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړی ده وویل که چیرې دسوریې ،عراق او دایران خلکو خپل بچیان له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کښې نه قربانولی اوس به ټول خلک قربانی شوی وو .

 

Sep 24, 2017 06:27 Asia/Kabul
کمنټونه