• هغه فیصله چې دعراق دکردستان سیمې مشر غوره کړي ده ټوله  سیمه  به له اوور سره مخ کړي .
    هغه فیصله چې دعراق دکردستان سیمې مشر غوره کړي ده ټوله سیمه به له اوور سره مخ کړي .

زمونږخبریال وایی د ترکیې دفاع وزیر نورالدین جانیکلی امریکا له ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه له ترهګرو ډلو سره په پراخو مرستو تورنه کړه .

هغه وویل ترکیه به په خپلو سرحدونو کښې د هیڅ ډول تشکیلاتو دجوړولو اجازه ورنکړی کوم چې ممکنه ده ددغه هیواد دملی امنیت لپاره نیغ په نیغه ګواښ ووسی .

د ترکیې دفاع وزیر وویل دعراق په کردستان سیمه کښې د بیلتون ټولپوښتنه سرحدونو ته نږدې د ترهګرۍ د پیاوړتیا او دکوچنیو هیوادونو د جوړولو لپاره له هڅې پرته بل څه نه دی .

هغه د عراق د مرکزی حکومت او د اربیل سیمې ترمینځ د مشکلاتو دحل  لپاره دمینځګړیتوب لپاره دانقرې چمتووالی اعلان کړ او د سپمبر دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه  یې له عراق څخه دکردستان سیمې د بیلیدا دټولپوښتنې له ترسره کیدا سره دخپل هیواد په مخالفت ټینګار وکړ .

هغه وویل هغه فیصله چې دعراق دکردستان سیمې مشر غوره کړی ده ټوله  سیمه  به له اوور سره مخ کړی او نړیوالې شخړې به رامینځته کړی .

 

Sep 24, 2017 06:48 Asia/Kabul
کمنټونه