• د عراق امنیتي ځواکونه د حسیني زیارتوالو د امنیت ټینګولو ته چمتو دي

د فرات د عملیاتو مرکزي قومندانۍ د محرم الحرام تر لسمې یعنې عاشورا پورې د کربلای معلا د زیارتوالو د ملاتړ په امنیتي طرحه کښې د عراق د څه باندې شلو زرو امنیتی ځواکونو د ونډې خبر ورکړ.

د العالم چینل د خبر له مخې برید جنرال قیس خلف رحیمه المحمداوي وویل: په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د پاک حرم په لور د میلیونونو زیارتوال تګ پیل شوی او د عزاداري اوج به د عاشوار په ورځ وي او په حسیني تاسوعا او عاشورا یعنې د محرم د نهمې او لسمې ورځې په مراسمو کښې د عزادارانو ستره تجمع سخت امنیتي کنټرول ته ضرورت لري.

هغه څرګنده کړه: له دې امله چې عراقي ځواکونو د داعش ترنیواک لاندې سیمو د ازادولو په عملیاتو کښې د پام وړ بریاوې لرلې دي، دا امکان شته چې ترهګر د عزادارۍ په مرکزونو، جوماتونو او حتی رستورانونو کښې له بې ګناه ښآریزو بدل واخلي، نو د حسیني زیارتوالو میلیوني غونډیدنه ځانګړي امنیتي کنټرول ته ضرورت لري.

 

Sep 29, 2017 17:25 Asia/Kabul
کمنټونه