• کربلا کښې د حسیني زیارتوالو لپاره سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي

د عاشوار د مراسمو د ترسره کولو لپاره په کربلای معلی کښې د میلیونونو حسیني زیارتوالو په شتون سره د عراق حکومت د زیارتوالو د امنیت د تامینولو او کربلا ولایت ته په ننوتونکو لارو کښې د هغوي د اسانتیا لپاره د څلورو زرو رضاکار ځواکونو د شتون خبر ورکړ.

د حسیني عاشورا مراسم هر کال د ایران، پاکستان، افغانستان، هندوستان او د نړۍ د نورو ډیرو هیوادونو په شمول د عراق له بهر او دننې څخه د میلیونونو زیارتوالو په شتون سره ترسره کیږي او سږ کال هم په تیرو اتو ورځو کښې د مهران نومي ځمکني سرحد له لارې ۹۲ زره ایرانیان کربلا ته تللي دي.

په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او حضرت عباس علیه السلام د حرمونو په خوا کښې د زیارتوالو د امنیت د تامینولو لپاره کابو ۱۰۰۰ کیمرې لګول شوې دي او د دغه ولایت امنیتي چارواکي له امنیتي ځواکونو سره د ټولو زیارتوالو په مرستې او ملګرتیا ټینګار کوي.

 

ټیګونه

Oct 01, 2017 17:49 Asia/Kabul
کمنټونه