• بې نقابه امریکه ۱۳۹۶-۱۰-۰۲

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره بې نقابه امریکه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. د هرې هفتې د معمول مطابق به وړومبے په تېره هفته کښې د امریکې ډېرو مهمو سیاسی، اقتصادی او اجتماعی بدلونونو ته یوه کتنه وکړوو.

په تېره هفته کښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنی سیاستونو په ډګر کښې له بوږنونکې ماتې سره مخامخ شو. د امریکې د ولسمشر او په ملګرو ملتو کښې د دغه هېواد د استازې د څرګندو او بې مخینې ګواښونو باوجود د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ اکثریت د اسرائیلو د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندل رد کړل. دغې رائې اخېستنې وښودله چې نړیواله ټولنه په پرېکنده توګه د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس شریف په رسمیت پېژندلو او له تل ابیبه قدس ته د امریکې د سفارت په وړلو کښې د ټرمپ له جنجالی فېصلې سره مخالفه ده او دغه مخالفت د ملګرو ملتود امنیت دشورا په رائې اخېستنه کښې هم تائید شوے دے.

البته د امریکې په دننه کښې ټرمپ تېره هفته یوه ستره کامیابی ترلاسه کړه. بالاخره د پارلېمان او سېنېټ ترمېنځ د مالیاتی نظام د اصلاح د لائحې پرله پسې تګ راتګه وروسته کانګرېس دغه لائحه  تائید کړه او د لاسلیک لپاره یې سپینې ماڼۍ ته ولېږله. ټرمپ هم هغه ډول چې وعده یې کړې وه د کرسمس له رارسېدو نه مخې مالیاتی تخفیفونه په قانون بدل کړی چې خپله د هغه د وېنا له مخې د امریکې خلقو ته یې د کرېسمس تحفه ورکړې وی. خو د نوی مالیاتی قانون له وروستی تصویب سره په یو وخت د امریکې د ډېرو سرمایه دارو پرګنو او سترو شرکتونو لپاره د مالیاتی تخفیفونو له عملی کېدو سره مخالفتونه زیات شول. د امریکې ځینو رسنیو هم ولیکل دغه ناراضګۍ په راتلونکی کال کښې د کانګرېس د مېنځ مهالو انتخاباتو په نتائجو باندې تاثیر کولې شی او کېدې شی ټرمپ او ری پبلېکان له یوې ماتې سره مخامخ کړی.

له بلې خوا په تېره هفته کښې د ډونلډ ټرمپ په حکومت کښې د امریکې د ملی امنیت د سټراټیجۍ وړومبے سند خپور شو. دغه سند د امریکې د داخلی امنیت پیاوړتیا، اقتصادی رونق ته هڅونه د قوت له لارې له صلحې څخه ساتنه او په نړۍ کښې د نفوذ پراختیا څلورو ارکانو باندې مشتمل دے.د دغه سند  خپرېدو یوه موقعه رامنځته کړه چې په تېره هفته کښې د امریکې رسنیو د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې د امریکې د ټولنې د زیانمنېدو په زمینو کښې د امریکې د حکومت د کارکردګۍ څېړنه وکړه.

بالاخره دا چې په تېره هفته کښې اعلان وشو چې د امریکې د تېر کال په انتخاباتو کښې د روسیې د احتمالی لاس لرلنې د دوسیې خاص تحقیق کونکی د خپلو تحقیقاتو په دوام کښې د ټرمپ د انتخاباتی کمېټۍ لږ تر لږه لس زره ایمېلونو ته لاسرسائی پېدا کړې ده. ځینې شواهد ښودنه کوی چې دغه ایمېلونه له روسیانو سره د ټرمپ د انتخاباتی کمېټۍ د احتمالی رابطې په ماجرا کښې  پټ اړخونه په ډاګه کولې شی، یوه داسې موضوع چې د تائید په صورت کښې به د امریکې د ولسمشر سیاسی راتلونکی ته درون ګوزار ورکړی.

گوینده :  

تېره هفته د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندلو سره په مخالفت کښې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په پرېکنده راې سره د امریکې او خپله د دغه هېواد د ولسمشر لپاره بوږنونکې ډېپلومېټکه ماتې رامنځته کړه. په داسې حال کښې چې ټرمپ په ذاتی توګه ګواښ کړے ؤ چې د ملګرو ملتو په شمول مخالفانو ته به مالی سزا ورکړی. د دغې نړیوالې ادارې ۱۲۸ غړیو په یوه تاریخی رائې اخېستنه کښې د قدس پرېکړلیک ته مثبته رائې ورکړه، د امریکې او صهیونېسټ رژیم په شمول یوازې نهو غړیو ورته منفی رائې ورکړه چې په هغو کښې په اوقیانوسیې سیمه کښې څلور جزیره ای هېوادونه په عامه توګه په نړیوالو بدلونونو باندې څه تاثیر نه لری. د عمومی اسمبلۍ ۳۵ هېوادونو هم ترجیح ورکړه چې له امریکې او اسرائیلو سره د نړیوالې ټولنې په زورآزمائۍ کښې بېطرفه موقف اختیار کړی او ممتنع رایه ورکړی او ۲۱ غړیو هم په رائې اخېستنه کښې شرکت ونه کړ. په دا ډول په هغه موضوع کښې چې د امریکې او اسرائیلو لپاره یې حیاتی اړخ لرۀ او د امریکې ولسمشر د اسرائیلو د  پائېتخت په توګه د نیواکی قدس په رسمیت پېژندلو لپاره خپل سیاسی حېثیت کارولے ؤ درنه ماتې رامنځته شوه. هغه هم په داسې حال کښې چې له دې مخکې ټرمپ او په ملګرو ملتو کښې د امریکې استازې نیکی هیلی په واضحه الفاظو سره د دغې نړیوالې ادارې غړی وګواښۀ چې د قدس د پرېکړلیک په اړه رائې اخېستنه به له نورو هېوادونو سره د امریکې  د مرستو بنیاد وګرځی. په نورو الفاظو سره سپینې ماڼۍ په یو باج اخېستونکی اقدام کښې د ملګرو ملتو له غړیو وغوښتل چې د قدس د راتلونکی په اړه د امنیت د شورا له پرېکړلیکونو او نړیوالو حقوقو څخه د دفاع او د امریکې د مالی مرستو ترمېنځ دې یوه لاره انتخاب کړی. ټرمپ او سلاکاران یې امیدوار وو چې هغه هېوادونه چې د امریکې له سیاسی او مالی ملاتړنو سره پېېلی دی، بالاخره به د اسرائیلی رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندنه کښې د واشنګټن له موقف څخه ملاتړ وکړی.

خو له امریکې او اسرائیلی رژیم نه علاوه یوازې شپږ هېوادونه دې ته تیار شول چې د امریکې د مالی مرستو له دوام څخه د اطمینان په بدله کښې د ټرمپ د غوښتنې په وړاندې دریځ غوره کړی.

د سی آئی اے پخوانے مشر جان برنان په دې باره کښې وائی: د هغو هېوادونو په خلاف چې د قدس په اړه یې د امریکې له دریځ سره د مخالفت لپاره له خپل حق څخه استفاده وکړه، د ټرمپ ګواښ بې انصافانه ؤ. دغې موضوع وښودله چې ټرمپ له ټولو څخه په پټو سترګو د اطاعت امید لری، هغه خصوصیت چې په مستبدو او کینه ورو واکمنانو کښې لیدل کیږی.

گوینده :

له بلې خوا تېره هفته د امریکې د مالیاتی نظام د اصلاح لپاره د دغه هېواد د کانګرېس مصوبه د ټرمپ په لاسلیکېدو سره په قانون بدله شوه. د دغه قانون له مخې د فیډرل حکومت له مالیاتی درآمداتو څخه به په یوه لسیزه کښې یو نیم ټرېلین ډالره کم شی او د سترو شرکتونو مالیات او ټېکسونه به له ۳۵ فیصدو نه ۲۱ فیصدو ته راټیټ شی. خو اکثرې سروې ګانې ښودنه کوی چې د امریکې عامه خلق د ډونلډټرمپ د ری پبلېکن حکومت له مالیاتی پلان څخه راضی نه دی. د امریکې له پنځوسو فیصدو زیاتو خلقو ویلی دی چې دغه پلان سرمایه دارو او سترو شرکتونو ته یوه تحفه ده چې کم مالیات او ټېکسونه ادا کړی. ځینې اټکلونه دا ښودنه کوی چې د متوسطې طبقې د کورنیو لخوا د ټېکسونو ادا کولو اندازه به د دغه قانون د اجرا د لسم کال په آخر کښې له هغو ټېکسونو څخه زیاته وی چې هغوی یې اوس ادا کوی. په داسې حال کښې چې له نوی مالیاتی قانون څخه د غټو سرمایه دارو او سترو شرکتونو ګټه به په سلګونو میلیارډ ډالره وی.له بلې خوا د ټریلین ډالری بودجې د کمښتونو دوران ته د امریکې ستنېدو او له ۲۵ ټریلین نه زیاتو پېسو ته د فیډرل حکومت عمومی پورونو زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دی. اټکل کیږی چې د امریکې حکومت د بودجې د کمښت د تلافی کولو او د عمومی پورونو له زیاتېدونکی ګړندی چلند سره د مخامخېدنې لپاره په رفاهی پروګرامونو کښې بچت او صرفه جوئی په مخکې ونیسی چې له نتائجو سره به د ټولنې ډېرې فقیرې پرګنې مخامخې شی.

د واشنګټن د اقتصادی سیاستونو له موسسې څخه رابرټ سکاټ وائی: نوے مالیاتی قانون په عملی توګه د تولید د برخې سیالی قبلونه کمزوری کوی او که څه هم ممکنه ده په موقته توګه د اقتصادی ترقۍ د زیاتېدو سبب شی خو په اوږده موده کښې به منفی نتائج ولری.

البته ټرمپ او د هغه سلاکاران امید لری چې د مالیاتی تخفیقونو د عملی کولو له لارې کار پېدا کونکی بیا پانګونې او د روزګار د مواقعو رامنځته کولو ته وهڅوی. خو د نیوکه کونکو اقتصاد پوهانو لخوا  ترسره شوې جاجونې ښودنه کوی چې امریکائی شرکتونه په نه تولیدونکو فعالیتونو او د پانګونې او لوړرتبه مدیرانو ته د غټو غټو تنخواګانو د ورکولو لپاره له مالیاتی تخفیفونو څخه استفاده کوی.

گوینده :

همدارنګ په  تېره هفته کښې په امریکه کښې د سیاسی او اخلاقی رسوائیو په سر جنجالونو دوام وموند. رسنیو خبر ورکړ چې د امریکې د تېر کال په انتخاباتو کښې د روسیې د احتمالی لاس لرلو د دوسیې خاص تحقیق کونکی رابرټ مولر د خپلو تحقیقاتو په دوام کښې د ډونلډ ټرمپ د انتخاباتی کمېټۍ لږ تر لږه لس زره ایمېلونو ته لاس رسائی پېدا کړې ده. له روسیانو سره د ټرمپ د تعلق د نظریې طرفداران دغه کامیابی د تېر کال د انتخاباتو د حقائقو په ډاګه کېدو لپاره یو ګام او د امریکې د ولسمشر د څنګته کولو لوری ته حرکت بللے دے. په ټرمپ نیوکه کونکی امید لری چې د دغه اندازې ایمیلونو د څېړنې له لارې به له روسیانو سره د ری پبلېکنانو د نامزد د انتخاباتی کمېټۍ د تعلق په ثابتولو کښې یو لړ نښې نښانې وموندل شی. د داسې روابطو ثابتېدل د امریکې د ولسمشر د استیضاح لاره برابرولې شی. البته سپینې ماڼۍ د امریکې د تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سیالیو په دوران کښې له روسیانو سره د هر ډول رابطې د انکار د سیاست په دوام کښې د ټرمپ د انتخاباتی کمېټۍ ایمیلونو ته د مولر د تحقیقاتی ټیم لاس رسائی غېر قانونی بللې ده. خو له رابرټ مولر سره د مائېکل فلېن ملګرتیا ته په پام سره داسې ښکاری روسیه او ټرمپ نومې دوسیې په سر جنجالونه به په راتلونکی کال کښې زیات شی.

د اخلاقی رسوائیو په لړ کښې هم تېره هفته وویل شول چې د جنسی ازارولو له موضوع سره متعلق د امریکې د کانګرېس د لږ تر لږه  شلو غړیو دوسیې د څېړنې په حال کښې دی. له  دغو دوسیو څخه د لا زیاتو جزئیاتو په ډاګه کېدل به له کانګرېس څخه د وېستلو یا د څنګته کولو چلند لا سخت کړی. سروې ګانې ښودنه کوی چې دا مسئله هم هغه شان د امریکې د ښاریزو یوه اصلی اندېښنه ده. د مثال په توګه ل هرو لسو امریکایانو څخه اوۀ تنه جنسی ازارول یو ډېر مهم مشکل بولی او د امریکې ۷۳ فیصده ښځړ او ۶۳ فیصده سړیو جنسی ازارول جدی اوخطرناکه چاره بللې ده. ۸۵ فیصدډېموکرېټان او ۶۳ فیصده خپلواکه د جنسی ازارولو موضوع یوه جدی یا ډېره جدی موضوع بولی په داسې حال کښې چې یوازې ۴۵ فیصده ری پبلېکنانو په دغې موضوع باندې تاکید کړے دے. همدارنګ ویل شوی دی چې له هرو لسو امریکایانو څخه شپږ تنه د ښځو جنسی ازارولو په اړه په ډونلډ ټرمپ لګېدلی تورونه  صحیح بولی او په دریو کښې دوه برخې امریکایان دا باور لری چې د امریکې کانګرېس پکار دی په ډونلډ ټرمپ باندې د لګېدلو جنسی تورونو په باره کښې تحقیق وکړی او نیمائی امریکایان هم وائی چې ټرمپ پکار دی استعفاء ورکړی.

----------

 

ټیګونه

Dec 24, 2017 16:20 Asia/Kabul
کمنټونه