•   دحضرت امام حسن عسکری (ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وی

د ایران د اسلامی جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب دپښتو خپرونط درست کارکونکی د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د زوکړې د کلیزې مبارکی وائی.

زمونږخبریال راپور راکړ  په درستې نړۍ کې په تیره بیا د ایران عراق  او پاکستان  مسلمانانو  له بیګا راهسې د  اسلام دګران پیغمبر  دیوه ګران  لمسی او دامامت دآسمان دیولسم  ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری علیه السلام دنیکمرغه  زوکړې دکلیزې په شپه  خپلې سیمې او ښارونه ښکلی کوی او د شیرینیو او شربتونو په ویشلو سره د دغې  شپې جشن لمانځی.

حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د ۲۳۲ هجری قمری کال د ربیع الثانی یا دویمې خور په اتمه نیټه په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې

امام حسن عسکری علیه السلام په ماشومتوب کښې د خپل پلار امام هادی علیه السلام د پوهې له سرچینې برخمن شو او په ۲۲ کلنۍ کښې د خپل بزرګواره پلار په شهادت سره یې د امامت درنده دنده په غاړه واخیستله او تر خپل شهادته پورې یعنې شپږ کاله یې دغه دنده  ترسره کړه.

 د ایران د اسلامی جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب  دپښتو خپرونط درست کارکونکی د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو  خوږو مینه والو  ته د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د زوکړې د کلیزې مبارکی وائی.

 

Dec 27, 2017 05:11 Asia/Kabul
کمنټونه