• د ټرمپ چټی خبرې

په پاکستان د امریکا دباونه د افغانستان په خاطر ندی بلکې د افغانستان په پوښښ کی په حقیقت کی د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډور په خاطر یې په دغه هیواد دباو اچولی دی ، ځکه چی امریکا په څرګنده له دغه کوریډور سره مخالفت کړی او هغه د خپلو ملی ګټو پرضد بولی .

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان د بیلا بیلو  سیاسی او دولتی ټولنو لخواد ټرمپ د پاکستانی ضد څرګندونو په هکله غبرګونونه هماغه راز دوام لری . د افغانستان اجراییه ریاست وایی ضروری ده چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په چاره کی د پاکستان د صادقانه ملګرتیا لپاره امریکا د د نورو اقداماتو په فکر کی شی .

د افغانستان د اجراییه ریاست د ویندوی مرستیال جاوید فیصل وایی دا یو تریخ حقیقت دی چی پاکستان له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ونکړه ، خو د هغه په وینا د پاکستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې هیله منونکی دی  او همداراز سیاسی کارپیژاندی هم د پاکستان په ارتباط د ټرمپ له وروستیو څرګندونو د هرکلی په ترڅ کی وایی چی که پاکستان پرضد د امریکا دریځونه له شعاره په عمل بدل شی ، نو اسلام اباد به  د ترهه ګرۍ له ملاتړه لاس واخلی .د افغانستان د سیاسی چارو کارپیژاندی احمد سعیدی په دې باره کی وایی هغه څه چی د امریکا ولسمشر ویلی دی ، که ریښتیا په خپلو خبرو عمل وکړی او د پاکستان اقتصادی مرستې بندې کړی او پاکستان د ترهه ګری د ملاتړی په توګه اکنیت شورا ته معرفی کړی ، نو د افغانستان د سولې په تامینولو کې مهم رول لوبولې شی . هغه زیاته کړه هیله من دی د ټرمپ دا څرګندونې د ټویټر په لیکنو کې پاتې نشی ، بلکې باید عملی اړخ ولرلې شی . دغه افغان کارپیژاندی زیاته کړه د هغه په ګومان اوس هم امریکا  پاکستان  ته د سیمې د واکوال په توګه وینی ، له هغو ټولو دردونو سره سره چی له پاکستانه یې درلودلی ، خو بیا هم دغه هیواد ته د سیمې د واکوال او په سیمه کی د خپلې یوې  پوځی اډې په توګه اړتیا لری . خو د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د دایره المعارف برخې مشر اونړیوالو چارو کارپیژاندی حبیب ا... رفیع  مونږ سره په ټیلی فونی خبرو کی د پاکستان ضد ټرمپ سختو څرګندونو ته په اشارې سره وویل ټرمپ یو سیاستوال ندې بلکې یو تاجر  او په عین حال کی له اخلاقی او ډیپلوماتیکو پابندیو ازاد کس دی  ، البته په افغانستان کی یې د پاکستان د لاس وهنې په ارتباط سمه خبره کړی ده  او دا ویلې شو چی  د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په احمقانه سیاست یې اعتراف کړی دی چی دا چاره د افغانانو د خوشحالۍ سبب شوی ده ، خو د ښاغلی رفیع په وینا لیری ښکاری چی  د ټرمپ خبرې عملی شی . هغه زیاته کړه په امریکا کی اصلی قدرت د ولسمشرانو په لاس کی ندی بلکې اسټبلشمنټ یعنی پوځ او سی ای اې دی چی اصلی فیصله کوی . درفیع په خبره د امریکا اسټبلشمنټ (واکمن پلاوی )یو لیونې ولسمشر قدرت ته ورسوه چی د اړتیا پر اساس ځینې دریځونه د هغه له خلې او د نړۍ او امریکا د عمومی افکارو د غولولو په لړ کی اعلان کړی . هغه زیاته کړه تر هغه وخته چی د ټرمپ په خبرو عمل ونشی و باید د هغه په خبرو شک وشی .

د کابل چاپ د ویسا ورځپاڼۍ مسول چلونکی ښاغلی زوبیر شفیقی هم له تهران راډیو سره په ټیلی فونی خبرو کی وویل ټرمپ چی پاکستان ته یې د امریکا د تیروولسمشرانو  مرستې احمقانه بللی دی ، ظاهرا یې معنا دا ده چی د امریکا پخوانی درست ولسمشران احمق وو او دا سالم دی ، په داسې حال کی چی داسې نده ، په امریکا کی سترې مسلې د پوځ او سی ای اې په لاس کی دی ، هرهغه څه چی پلان کړی یې دی ، ولسمشر ژمن دی چی هغه عملی کړی ، د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د دغه هیواد سیاست په اساس د پاکستان مرسته کړی ده ، په داسې حال کی چی د امریکا درست نظام د پاکستان له دوه ګوڼی سیاسته ډیر ښه خبر وو بلکې د امریکا په غږملتیاوو  او  اوس د ټرمپ دا چټی خبرې هم  په حقیقت کی د امریکا د سیاست په اساس دی تر څو نړیوالو ته دوکه ورکړی ، البته په دې کی شک نشته چی ټرمپ دا خبره سمه کړی ده چی پاکستان سره د امریکا مرستې احمقانه وی . دغه افغان خبریال زیاته کړه په پاکستان د امریکا دباونه د افغانستان په خاطر ندی بلکې د افغانستان په پوښښ کی په حقیقت کی د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډور په خاطر یې په دغه هیواد دباو اچولی دی ، ځکه چی امریکا په څرګنده له دغه کوریډور سره مخالفت کړی او هغه د خپلو ملی ګټو پرضد بولی .

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 13:04 Asia/Kabul
کمنټونه