• د ایران په باره کښې د امریکې مداخلت کونکې غوښتنې ته د ملګرو ملتو د امنیت  د شورا منفی ځواب

د ملګرو ملتو د امنیت د شورا دوره ای مشر د ایران په باره کښې د فوری غونډې جوړولو لپاره د امریکې د استازې د غوښتنې په ردولو سره تاکید وکړ د داسې یوې غونډې جوړولو ته څه ضرورت نشته.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې په ملګرو ملتو کښې د قزاقستان استازی غیرت عمراف چې هېواد یې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کښې د امنیت د شورا دوره ای مشری په غاړه لری وویل چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په اوس حال کښې نه غواړی د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو حالاتو پ اړه څه غونډه جوړه کړی.

عمراف زیاته کړه، د امنیت شورا په داسې صورت کښې یوې موضوع ته وردانګی چې ټول غړی ورباندې متفق وی خو د ایران په باره کښې یوازې امریکې د غونډې  جوړولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتو کښې د امریکې استازې مېرمن نیکی هیلی د ایران په چارو کښې د امریکې د لاسوهونکو اقداماتو په دوام کښې پرون د ایران په اړه د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د غونډې جوړولو لپاره د واشنګټن د غوښتنې خبر ورکړے ؤ.

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 14:30 Asia/Kabul
کمنټونه