• داټومي موافقې په اړه خبرې نشي کیدلای او امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي .
    داټومي موافقې په اړه خبرې نشي کیدلای او امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه دوه(۲) ځله دایران پرضد د واشنګټن د اټومی بایکاټونو دځندولو مصوبه لاسلیک کړی ده او یوځل بیا یې دایران په اټومی موافقې د خپګان په څرګندولو سره دایران پرضد دغه بندیزونه تمدید کړل .

سپینې ماڼۍ بیګا په دې خبرې سره چې ولسمشر ټرمپ د اخری ځل لپاره  دایران پرضد د بندیزونو او د اټومی تړون د تائیدولو د مصوبې ځنډول لاسلیک کوی  ادعا وکړه که چیرې له اټومی موافقې سره د ایران د توغندیو د مسایلو د یوځاې کولو او د څارنو د سختولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د خوښې وړ اصلاحاتو ته پام ونشی امریکا له اټومی تړون څخه وځی .

دامریکا خزانې وزارت هم د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره یوځاې په یوه دښمانه اقدام کښې څوارلس(۱۴) کسان او ادارې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او د ایران دتوغندوی پروګرام په پلمه د خپل بایکاټونو په فهرست کښې ورزیات کړل .

د امریکا د ولسی جرګې کانګرس لخوا دتصویب شوی لیک پراساس ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هرو دریو(۳) میاشتو کښې یوځل اټومی موافقې ته دایران پاې بندۍ تائیدوی .

دایران داټومی بایکاټونو د ځندولو بیا تمدیدل په داسې حال کښې دی چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس چې د اټومی موافقې په متن کښې دایران په کړچار د څارنې لپاره د یوازنې صالحې مرجع په توګه پیژندل شوی دی تراوسه نهه(۹) ځله اټومی موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړی ده .

دهغه نړیوالې اټومې موافقې پراساس چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې (امریکا، روسیې، چین ، انګلستان ،فرانسې او جرمنی )ترمینځ لاسلیک شوه ایران دخپلو اټومی فعالیتونو یوه (۱)برخه محدوده کړه او ددغه کار په مقابل کښې امریکا ژمنه شوه چې دایران پرضد اټومی بایکاټونه لغوه کړی .

په حقیقت کښې امریکا دایران د اټومی پروګرام په ارتباط چې دفاعی اړخ لری د پلمو په لټولو سره ادعا کوی ایران د اټومی موافقې خلاف ورزۍ کړی ده .

داپه داسې حال کښې دی چې اروپایی اتحادیې په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره  چې توغندوی او سیمه ایز مسایل د اټومی موافقې له  چوکاټ څخه بهر دی د اټومی موافقې دساتلو لپاره دټولو خواو د پاې بندۍ پرضرورت ټینګار کړی دی .

دایران د اټومی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی هم څه موده مخکې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له مشر یوکیو امانو سره په ټیلی فونی خبرو کښې دامریکا لخوا د اټومی تړون پرضد د احتمالی خلاف ورزۍ او د ژمنې دماتولو د پایلو په اړه په خبرداری سره ټینګار وکړ دامریکا لخوا د اټومی تړون د ژمنو دنه اجرا کیدا په بڼه کښې به دایران اسلامی جمهوریت یوشمیر فیصلې وکړی چې د اټومی انرژۍ له نړیوال اژانس سره د ایران د ملګرتیاو په اوسنی بهیر اغیز اچولی شی .

دغه راز دایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د اټومی تړون په وړاندې د امریکا د ولسمشر ټرمپ زیات غوښتنو ته غبرګون کښې ټینګار وکړ داټومی موافقې په اړه خبرې نشی کیدلای او امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړی .

 

Jan 13, 2018 04:44 Asia/Kabul
کمنټونه