• مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لولو: د ایران او اروپا ګډه غونډه په بروکسل کی ترسره شوه، او د اروپا اتحادیی ویلی؛ چی اټمی جامع پروګرام(برجام) بدلیدونکئ نه دئ، او باید پایداره پاتی شی.

او موګرینی څرګنده کړه: د اروپا اتحادیه؛ له برجام څخه په ملاتړ ژمن ده، او له ټولو اړخونو غواړی چی په هغه پابند اوسی.

د ایران خارجه وزیر، محمد جواد ظریف، په بروکسل کی د پنجشنبی ورځې په غونډه کی وویل: هر حرکت چی برجام کمزورئ کړی، د منلو وړ نه دئ.

محمد جواد ظریف؛ پخپل ټویټ کی په بروکسل کی له اروپایی مقاماتو سره د غونډې په باره کی ولیکل: په بروکسل کی د غونډې پیاوړې اجماع او نتایج: 

1 – ایران په برجام ژمن دئ.

2 – د ایران خلګ؛ کاملاً حق لری د برجام له امتیازونو څخه برخور شی.

3 – هر حرکت؛ چی برجام کمزورئ کړی د قبول وړ نه دئ.

د فرانسی؛ بریتانیی او جرمنی دری اروپایی هیوادونه، ښه ترا پوهیږی، چی په برجام د ایران د ژمن پاتی کیدو دوام، په هغه باندی د امریکی د متحده ایالتونو په بشپړ ژمن پاتی کیدو پوری تړاو لری.

ظریف، پدې هکله چی ایران په برجام کی پخپلو ژمنو ژمن پاتی شوئ، د اروپا اتحادیی د مقامونو؛ او همداراز د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه: یواځی اټمی نړیوال آژانس باید؛ په برجام د ایران ژمن والئ اعلان کړی، چی په ځلونو یی دا موضوع تائیده کړې ده.

د ایران خارجه وزیر په دوام کی ولیکل: پدغو سیاسی خبرو اترو کی مو ټینګار وکړ؛ د دی لپاره چی ایران په برجام ژمن پاتی شی، ضرورې ده د امریکی په شمول؛ ټول کاملاً په برجام ژمن وی، او برجام اجرا کړی. 

******

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د ایران د پخوانی لوړ پوړی ډیپلماټ«حسین موسویان» په قلم، په یوه څیړنه کی لیکل شوی دی: کوم کسان به؛ د برجام له ماتی څخه خوشحاله شی؟

د ایران د اتمی بحران په هکله، د ایران او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ، له 20 ؤ میاشتو کوټلی خبرو اترو وروسته، اټمی جامع موافقه ترلاسه شوه، چی له اسرائیل او عربستان پرته؛ نړیوالی ټولنې له یوې مخې ورڅخه ملاتړ وکړ.

برجام پداسی شرایطو کی د ایران او امریکی په اړیکو؛ د سیمی په امنیت او د امریکی په داخلی سیاستونو اغیز شیندونکئ شوئ، چی د منځنی ختیځ کړکیچونو، نړیواله سوله او امنیت په خطر کی اچولئ دئ. له برجام وړاندی؛ امریکی د ایران په خلاف د دباؤ او بندیز ټولی لارې په لوړه کچه و آزمویلی، او په پای کی یی د ایران په تسلیمولو کی ماته وخوړله. هر څومره چی امریکی دباو زیات کړ؛ ایران هم د خپل اټمی پروګرام لمنې ته پراختیا ورکړه، تر دې چی له اټمی سوله ایز پروګرام د تیښتې او وتلو له حد سره، له درو میاشتو څخه زیات واټن نه درلود. دغه تجربه د دی سبب شوه، چی امریکا د دباؤ او بندیز پرځای، د خبرو اترو میز ته راشی، او باالآخره برجام لاسته راغئ.  

د ټرمپ سیاستونه؛ پداسی لاره کی دی چی ایران یی له برجام څخه وتلو اړ ایستئ دئ؛ امریکا یی، له خپلو پخوانیو اروپایی متحدینو سره له کړکیچ سره مخامخه کړې ده، او په سیمه کی د بحران د سختیدو سبب پاتی شوی دی. په عین حال کی د برجام ماته؛ د کړکیچونو د هوارۍ لپاره د ډیپلماسۍ د ماتې په معنا ده، او د دی سبب به شی چی ایران، له برجام وړاندی د اټمی پروګرام پراختیا ته بیرته ور وګرځی.

*******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی د بلومبرګ خبری آژانس په حواله لیکل شوی دی: بن سلمان به د صدام په شان ماته وخوری.

د بلومبرګ خبری آژانس په یو راپور کی ولیکل: د عربستان ولیعهد«محمد بن سلمان» به، د عراق د دیکتاتور«صدام» په شان،د خپل هیواد د ګټو په منظور، د منځنی ختیځ د نظم د بدلولو لپاره، پخپلو سیاستونو او اقداماتو کی ماته وخوری. د بلومبرګ په لیکنه؛«بن سلمان» تر اوسه پوری د ایران په خلاف، او د منځنی ختیځ او سیمی په نظم کی د بدلون د راوستو په منظور، یو شمیر هڅې کړی دی، چی هیڅ بریالیتوب یی نه درلود؛ او ټول له ماتې سره مخامخی شوې.

د بلومبرګ خبری آژانس پدی راپور کی ولیکل: په قطر؛یمن او لبنان کی د«محمد بن سلمان» هلې ځلې؛ چی پر دغې سیمی د عربستان د حاکمیت په لټه دئ؛ له مشکل او خنډ سره مخامخې شوی دی. د یمن د جګړې خطر د عربستان ښارونو ته هم کښل شوئ، او د سعودیانو په وسیله د یمن د دری کلنې بمبارۍ سره سره، د ریاض دښمن تر اوسه ماته نه ده خوړلې. پدی راپور کی همداراز راغلی دی: د سعودی د ولیعهد غلط سیاستونه، د دی سبب ګرځیدلی دی چی حتی د عربستان سیمه ایز متحدین، په سیمه کی د ریاض په سیاستونو نیوکه وکړی، او د ریاض له سیمه ایزو طرحو او نقشو څخه ځان وباسی. د دغه خبری آژانس د راپور په مخی: ایران بیله شکه؛ له عربستان سره له مستقیمی مقابلې څخه ډډه کوی، خو په عین حال کی په لبنان؛ عراق؛ بحرین او حتی د عربستان د خاورې په دننه کی، د تهران د پلوی ځواکونو په وسیله، د غچ اخیستنی او عکس العمل توانایی لری.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوو:

په کابل کې اکثره ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان ته د امریکا لخوا د نورو ځواکونو، روزونکو او الوتکو د استولو پر مسئلې هم بحثونه کړی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې د امریکا پوځ غواړی د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره په راتلونکی پسرلی کې افغانستان ته نور پوځی روزونکی او پوځی وسایل واستوی.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت په حواله لیکلی دی چې افغان او بهرنی ځواکونه په افغانستان کې د داعش ډلې له منځه وړلو ته ژمن دی.

ورځپاڼه لیکی چې امریکا غواړی چې د جنګ په راتلونکی فصل کې د داعش ډلې په وړاندې د چټکې مبارزې لپاره افغانستان ته شا اوخوا زر نور روزونکی او څو جنګی او کشفی بې پیلوټه الوتکې واستوی.

ورځپاڼه لیکی چې د امریکا لخوا دا اقدام داسې مهال کېږی چې همدا اوس امریکایی روزونکی افغان هوایی ځواک ته د بې پیلوټه الوتکو کارول زده کوی.

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې بیا د سپینې ماڼۍ او پنټاګون د چارواکو په حواله په یو مطلب کې لیکلی دی چې د ټرمپ ادارې د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانستان ته زر نور پوځی روزونکی او یو شمېر بې پیلوټه الوتکې واستولی شی.

ورځپاڼه د امریکایی چارواکو په حواله وړاندې لیکی چې له دغو الوتکو به د هوایی حملو او استخباراتی عملیاتو لپاره کار واخیستل شی.

دې ورځپاڼې هم لیکلی دی چې د دغو پوځی روزونکو او بې پیلوټه الوتکو د استولو یو هدف دادی چې امریکا غواړی په راتلونکی جنګی فصل کې د داعش په وړاندې مبارزه چټکه کړی.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د امریکا د ایګزه ماین ورځپاڼې په استناد په یو مطلب کې لیکلی دی چې افغانستان ته به د پوځی روزونکو وسایلو او الوتکو د استولو بهیر د راتلونکی فبرورۍ میاشتې له لومړیو پیل شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د زرو پوځی روزونکو او څو بې پیلوټه الوتکو ترڅنګ امریکا د خپل پوځی پلان له مخې نورې درنې وسلې هم افغانستان ته استوی.

ورځپاڼه لیکی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې افغانستان ته د څلور زره اضافی سرتېرو پر استولو موافقه کړې وه.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان موجوده حالاتو کې د افغان ځواکونو اړتیاو ته په اشارې لیکلی دی چې افغان حکومت د امریکا د دې پرېکړی هر کلی کوی.

افغانستان ما:

د افغانستان ما ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې امریکا به له راتلونکی پسرلی نه مخکې چې د جنګ د پیل موسم دی پوځی زر روزونکی او بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته واستوی.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د ژمې په موسم کې د جنګ شدت کم وی، خو د پسرلی په پیل سره بیا جنګ بېرته شدت اخلی.

دی ورځپاڼې هم لیکلی دی چې امریکا غواړی په راتلونکی پسرلی کې د داعش ډلې پر ضد په افغانستان کې جګړه چټکه کړی.

 

Jan 13, 2018 15:30 Asia/Kabul
کمنټونه