•  د برجام په وړاندی د ټرمپ یو ځلی بیا تسلیمیدل

هماغه ډول چی انتظار کیده، د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» یو ځلې بیا د ایران د اټمی بنیدیزونو ځنډول، یو ځلې بیا لاسلیک کړل.

 له ایران سره د امریکې په شمول؛ د ۵+۱ ډلې د موافقې په اساس، ترڅو پوری چی تهران خپلې برجامې ژمنې سرته رسوی، د ایران  د اټمی فعالیتونو په پلمه ټول لګول شوی بندیزونه باید، د لګونکو هیوادونو ارګانونو له خوا لغو، یا وځنډول شی. په همدی دلیل؛ له دؤو تیرو کلونو راهیسی، د امریکی پخوانی او اوسنی دولت، د امریکی د کانګرس  له خوا د ایران په خلاف د لګول شویو اټمی بندیزونو ځنډولو ته دوام ور کړئ دئ. البته؛ په وروستیو میاشتو کی، یو شمیر امریکایی مقامونو؛ د ځینو رسنیو په ملتیا، د بندیزونو د ځنډولو د بیا تمدیدولو په باره کی، شکونه رامنځته کړی ؤو. سر له دې حاله؛ د ګڼو تبلیغاتو له شتون سره سره، دا ځلې هم ټرمپ؛ د برجامی ژمنو په اساس، د بندیزونو ځنډول تمدید

 

کړل. په عین حال کی؛ د امریکی ؤلس مشر ګواښ وکړ: چی د وروستی ځل لپاره یو داشان اقدام سرته رسوی. ټرمپ د اروپا په ګواښلو سره اعلان وکړ: که له ایران سره په اټمی موافقه کی بدلونونه رامنځته نه شی، ۱۲۰ ورځی وروسته به؛ د ایران د بندیزونو ځنډول لاسلیک نه کړی، او امریکا به په رسمی توګه له برجام څخه ووځی.

ټرمپ؛ په نوې اټمی موافقه کی د ایران د توغندویی پروګرامونو راوستل، او د ایران د اټمی محدودیتونو دایمی کیدل، په برجام کی د امریکی د پاتی کیدو شرط اعلان کړئ دئ. دا پداسی حال کی ده، چی د برجام شوې موافقه، د ایران؛ بریتانیې؛ فرانسی؛ جرمنی؛ امریکی؛ روسیې او چین ترمنځ شوې ده. په بله وینا؛ حتی که فرضاً د ټرمپ له زیات غوښتنو سره د اروپا د ملګرتیا او موافقې په صورت کی، په برجام کی د بدلون په هدف سره د نویو خبرو اترو پیلیدل، د ایران؛ روسیې او چین موافقې ته اړتیا لری. دغو دریو هیوادونو په ځلونو اعلان کړئ، چی د ایران د اټمی فعالیتونو په هکله؛ د هر ډول نویو مذاکرو وړاندیز ردوی.

د اروپا اتحادیې هم؛ د ټرمپ له وروستی  اقدام وروسته، اعلان وکړ: موږ؛ د ګډ اقدام جامع پروګرام د اغیزمنې او بشپړې اجرا په ادامې باندی ژمن پاتیږو.

له دې رویه؛ داسی نه بریښی تر راتلونکو ۱۲۰ ؤ ورځو پوری، د برجام په موادو کی د بدلون لپاره د امریکی د دولت غوښتنه رښتنی شی. پدی صورت کی د امریکی دولت؛ یا باید له خپل اوسنی دریځ څخه پښیمانه شی، یا له برجام څخه د وتلو لپاره د ټرمپ ګواښ اجرا کړی. دا پداسی حال کی ده، چی له اټمی موافقې څخه د امریکی وتل؛ او د برجام نابودې به، د ایران د اسلامی جمهوریت د برجامی ژمنو د لغوه کیدو په معنا وی.

د تهران لوړ پوړو مقامونو په ځلونو اعلان کړئ، چی په ډیره لنډه ممکنه موده کی، له برجام څخه مخکی دورې ته د ستنیدو لپاره چمتو دئ، او ډیر امکان لری چی له کمی او کیفی نظره، اټمی سوله ایز فعالیتونه له هغې دورې څخه لا زیات او پراخ شی.

همدغه خبردارۍ هم د دی سبب ګرځیدلی دی، چی ټرمپ له جنجال رامنځته کولو، او د امریکی د کنګرې یا اروپا اتحادیی ته د ګواښ له کولو سره سره، هماغه راز له برجام څخه د وتلو له ګواښ څخه؛ چی هغه یی د امریکی د تاریخ ډیره بده موافقه بللې           

ده؛ ډډه وکړی.    

Jan 13, 2018 17:41 Asia/Kabul
کمنټونه