•  دامریکاکانگرس دې ایـټمی بټن له ډونالډټرمپه لیرې وساتی

دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالی کوریا درهبر کیم جونګ اون دنوی کال وینا په غبرګون کې چې وئیلی ئې وو، ایټمی بټن ئې پر میز کیښودلی دی ، پخپل ټولنیز چینل پیغام کې لیکلی دی ، چې دهغه په میز لازیات قدرتمن او ستر ایټمی بټن موجود دی او کار هم کوی .

سپوټنیک  خبری آژانس راپورورکړی  دامریکا   دهغو اولسو پخوانیو افسرانوې ډلې چې  له دې مخکې  د ایټمی توغندیو دویشتلو مسئول وو،  له ایټمی موسلو څځه  ئې د   دغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ  داستفادې دامکان د محمدودولو غوښتنه کړې ده.

 دغو  افسرانو  دامریکا کانګرس ته  دیوه لیک په لیږلو سره ټینګار کړی ، چې  ډونلډټرمپ  د ا مریکا اودرستې نړۍ لپاره  واقعی خطره ده .

 په دغه لیک کې  د ډونالډ ټرمپ وروستی ټویټ ته  اشاره شوې چې  هغه پکې ګواښ کړی ،  دشمالی کوریا  درهبر له ایټمی بټنه  لاستر ایټمی بټن  ئې  په ا ختیار کې دی .

 د دغه لیک لاسلیک کونکو  همداراز  د غه شان څرګندونې  یوه غمیزه رامینځةکونکی او خطرناکې خبرې بللی او زیاته ئې کړې ده ،   د ډونالډ ټرمپ   دمطلق قدرت  د  درولو لپاره  هیڅ ډول  ډاډمن  ضمانت نشته .

  دامریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د شمالی کوریا  درهبر کیم جونګ  اون   دنوی کال  وینا  په غبرګون کې   چې وئیلی ئې وو،  ایټمی بټن ئې پر میز کیښودلی دی ، پخپل ټولنیز   چینل پیغام کې  لیکلی دی ،  چې  دهغه په میز    لازیات قدرتمن او ستر ایټمی بټن  موجود دی  او کار هم  کوی .  

 

ټیګونه

Jan 13, 2018 20:19 Asia/Kabul
کمنټونه