• د بنګلادېش په پائېتخت کښې د پوليسو او خالده ضياء د پلويانو ترمېنځ نښتې

خبري سرچينو د بنګلادېش په پائېتخت ډاکا کښې د پوليسو او د دغه هېواد د پخوانۍ ولسمشرې مېرمن خالده ضياء د پلويانو ترمېنځ د نښتو خبر ورکړ.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې دغه نښتې نن په مالي فساد باندې د بنګلادېش د پخوانۍ ولسمشرې او د حکومت د مخالفانو د مشرې مېرمن خالده ضياء د تورنولو د حکمن د اعلان په درشل  کښې رانځته شوې دي.

د دغو نښتو د احتمالي سرتاوانونو په اړه څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.

له دې مخکې د بنګلادېش يوې محکمې د اقتصادي فساد په تور د مېرمن خالده ضياء د نيولو وړاندې حکم صادر کړ.

دغه حکم د مېرمن خالده ضياء په مشرۍ د بنګلادېش د ملي پالي ګوند د مشرانو او ملاتړو د نيولو او د مخالفو ګوندونو د ځپلو له شروع کېدو وروسته صادر شو. د بنګلادېش پوليسو همدارنګ د دغه هېواد د ‌ډېر ستر ګوند جماعت اسلامي يو شمېر مشران ونيول.

د سياسي مسائلو کارپېژاندي په دې باوري دي چې د بنګلادېش حکومت په دغو ځپونکو اقداماتو سره غواړي د سږ کال په عامه انتخابات باندې تاثير وکړي.

 

ټیګونه

Feb 08, 2018 14:45 Asia/Kabul
کمنټونه