• مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی:« د ایران او روسیی د ؤلس مشرانو ټلفونی خبری اترې»

له دې کبله چی په سوریه کی د ټروریزم له ماتې وروسته، یو لړ څرګندونی او دریځنیونی؛ د برجام او په سیمه په تیره بیا سوریه کی، د ایران او روسیې د همکاریو د دوام په باره کی د ابهامونو د را پیدا کیدو سبب شوی دی؛ له همدې کبله د ایران ؤلس مشر «حسن روحانی»، او د روسیې ؤلس مشر«ولادیمیر پوتین»، له 

یو او بل سره په ټلفونی خبرو کی، په سیمه او په ځانګړې توګه په سوریه کی، د امنیت او ثبات پیاوړی کیدل ضروری وبلل، او ټینګار یی وکړ: یواځی د سوریی خلګ باید؛ د یاد هیواد د راتلونکی په هکله تصمیم ونیسی، او دوی له سوریی څخه بهر کی له هر ډول تصمیم نیونی  او د دغه هیواد په خلګو د هغې له تپلو سره مخالف دی.

سربیره پر دې؛ ډاکتر حسن روحانی، د برجام اټمی موافقې په خلاف یو شمیر تخریبی اقداماتو ته په اشارې سره، وویل: ترڅو پوری چی مقابل لورئ په هغې ژمن وی، ایران به هماغه راز په برجام کی پخپلو ژمنو پاتی شی. له بلې خوا د روسیې ؤلس مشر «ولادیمیر پوتین» څرګنده کړه: روسیه باورې ده، چی د دغې موافقې د کمزوری کولو لپاره هر ډول هڅه، د سیمی لپاره ډیره زیانمنونکې او خطرناکه ده، او موږ خپل دغه دریځ په ډاګه؛ د خپلو همرتبه ؤو په خبرتیا رسولئ دئ.  

د ایران ؤلس مشر، حجت الاسلام والمسلمین«حسن روحانی» همداراز، دیته په اشارې سره چی« د ایران اسلامی جمهوریت د سوریی د دولت او ملت له اجازې پرته، د سوریی په خاوره کی د بهرنیو ځواکونو له شتون سره مخالف دئ» زیاته کړه: د سوریې

په شمال کی د لانجی او کړکیچ دوام د هیچا په ګټه نه دئ، او هیله من یو د سیمی ټول هیوادونه د سوریی د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت احترام وساتی. 

****** 

 د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی په یو سرلیک کی لولو:«د فرانسی د بهرنیو وزیر د سوریی له ډګر څخه، د حزب الله د وتلو غوښتونکئ شو».

د آسوشیتدپرس د خبری آژانس د راپور په اساس، د ایسنا د راپور په اساس فرانسه، د امریکی په مشرۍ د ائتلاف له غړیو هیوادونو څخه ده، چی د سوریی دولت له تائید، او یا د ملګرو له خوا د یو حکم له لرلو پرته، پدغه هیواد کی عملیات ترسره کوی.

لودریان؛ پخپل ټلویزونی مرکه کی، له سوریی څخه د ترکیې د پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه، او ویی ویل: زه د ایران او حزب الله په شمول، د ټولو هغو لورو د وتلو غوښتونکئ یم، چی باید په سوریه کی نه وی. هغه همداراز ادعا وکړه؛ چی ایران او ترکیې، په سوریه کی د خپلو اقداماتو له کبله؛ نړیوالو قوانینو ته بی پامی کړې ده. نوموړی همداراز خبردارئ ورکړ، چی انقره باید جګړه

په جګړې باندی ور زیاته نه کړی. لودریان وویل: د پولو د امنیت پوره کول پدې معنا نه ده، چی غیر پوځیان ووژل شی، دغه کار غندلئ او غلط دئ. ده؛ زیاته کړه: کرد ځواکونو؛ چی د سوریی په شمال کی له داعش سره جنګیږی، نږدی ۱۰۰ فرانسوی جنګیالی نیولی دی.

******

 د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی پدې هکله یو راپور لیکل شوئ؛ چی عربستان، خپل هوایی حریم او لاره اسرائیلو ته د الوتنې لپاره خلاصه کړه.

د«ها آرتص» صهیونیسټی ورځپاڼی، پدې هکله راپور ورکړ: سعودی عربستان د لمړۍ ځلې لپاره، اسرائیلو ته د تلو لپاره، د هند د«ایر اینډیا» د نوې الوتنې کرښې ته، له خپل هوایی حریم څخه د تیریدو اجازه ورکړې ده. د اسرائیل د هوایی شرکت په صنعت کی یو شمیر سرچینو«هاآرتص» ته وویل: سعودی عربستان د دغه هوایی شرکت الوتکو ته اجازه ورکړې ده، چی له «نوی ډیلی» څخه د«تل آبیب» په لور مستقیمی الوتنې ولری. دا لمړئ ځل دئ، چی سعودیان د دغه هیواد له هوایی حریم څخه په تیریدو سره، د«تل آبیب» په لور د الوتکو د تیریدو اجازه ورکوی.

******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی لیکل شوی:«ټرمپ؛ په امریکا کی د ستر پوځی رسم ګذشت د ترسره کولو امر وکړ»

د امریکی د دفاع وزارت ویاند«چارلی سامرز» اعلان وکړ: د امریکی ؤلس مشر د یاد هیواد له دفاع وزارته وغوښتل؛ چی له فرانسی څخه په پیروۍ سره، یو ستر پوځی رسم ګذشت، او پریډ ترسره کړی، او پنتاګون هم د دغه کار د سرته رسولو لپاره، د احتمالی نیټو د څیړلو په حال کی دئ. پداشان شرایطو کی د امریکی دفاع وزیر«جیمز مټیس»اعلان وکړ: واشنګټن پدی دلیل، د کم قدرتو نویو اټمی وسلو څخه د استفادی اراده لری، چی روسیه دیته اړ باسی؛ چی له اټمی وسلو څخه د استفادې د محدودولو په زمینه کی، موجودو توافقاتو ته احترام وکړی.

هغه وویل: روسیه؛ د منځنی واټن ویشتونکو اټمی وسلو د معاهدې د نقضولو په حال کی ده، او واشنګټن غواړی د دی لپاره چی مسکو، یو ځلې بیا پدی معاهدې باندی ژمن شی، په روسیی فشار

او دباو واچوی.

*******   

اوس هم د افغانستان د چارو په هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

واشنګټن پوسټ

امریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د امریکا د هوایی حملو زیاتېدو ته کتلی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې هوایی بمباریو څلور ورځې دوام وکړ.

دغو حملو طالبان او یوه بله کوچنۍ سخت دریځه ډله هدف وګرځوله.

امریکایی B-52»» الوتکې په دغو حملو کې کارول شوی او د طالبانو پر سنګرونو یې ۲۴ بمونه وغورځول.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی، د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف تر اوسه بدخشان ولایت ته ډېر کم پام کړی وو او تر ډېره‌یې پاکستان مېشتې طالبان او حقانی شبکې غړی په نښه کول.

په مقاله کې همداراز راغلی چې «بی-۵۲» امریکایی الوتکې په افغانستان کې اډه نه‌لری، خو هوایی عملیات‌یې په قطر کې له ال حُدید هوایی اډې څخه کړی دی.

واشنګټن پوسټ دې ته هم پام کړی چې د امریکا پوځ په ۲۰۱۷ میلادی کال کې په افغانستان کې هوایی بریدونه د پام وړ زیات کړل او پر دې مهال‌یې ۴۳۶۱ هوایی حملې کړې دی.

دا هوایی حملې د ۲۰۱۶ میلادی کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښیی.

یوې بلې امریکایی ورځپاڼې واشنګټن ټایمز د پاکستانی چارواکو له قوله لیکلی، که امریکا په افغانستان کې د بریا فکر لری، نو په هغه صورت کې پاکستان ته اړتیا لری.

ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال څرګندونې هم یادې کړی چې د خپل هېواد او امریکا ترمنځ‌یې د اختلافاتو د له‌منځه وړلو په خاطر د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې سخت دریځو ته خوندی ځایونه ورکوی، او امریکا ته‌یې له ترورېزم سره په مبارزه کې درواغ ویلی دی، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر پر مهال د خپل هېواد په سفارت کې وویل، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ د بریا لپاره د پاکستان همکاری اړینه ده.

د جګړې او سولې انسټټیوت

د جګړې او سولې انسټټیوت لیکلی چې په افغانستان کې د جګړه مارانو حملو د دغه هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

د دې ادارې په وینا، په کابل کې د ملکیانو اندېښنې دومره زیاتې شوی چې یو شمېر خلک غواړی په خپل کور کې پاتې شی تر دې چې د کار لپاره دفترونو ته لاړ شی.

د جګړې او سولې انسټټیوت د کابل پوهنتون د یوه استاد سید مسعود څرګندونې هم راخیستی چې وایی، د وروستیو حملو هدف دا وو چې پر حکومت د خلکو اعتبار کمزوری کړی او د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسوی.

په مقاله کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې د مرستیال خان جان الکوزی له قوله راغلی چې وایی د وروستیو حملو په نتیجه کې په افغانستان کې پانګه‌وال په خصوصی سکټور کې له پانګونې ډډه کوی.

انسټټیوت د هوایی شرکت کام ایر د پیلوټ په اړه هم لیکلی چې پر انټرکانټننټال هوټل په حمله کې وژل شوی و.

مقاله وایی د هوایی دهلېز له جوړېدو وروسته د دغه شرکت الوتکې شااوخوا ۱۰۰ ټنه مېوه هندوستان ته انتقالوی.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود د جګړې او سولې انسټټیوت ته ویلی چې حمله کوونکی ځکه هم ملکیان، هوټلونه او بهرنیان په نښه کوی چې د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته کړی او پانګه‌وال په دغه هېواد کې له پانګونې پر شا کړی.

 

Feb 08, 2018 15:08 Asia/Kabul
کمنټونه