• امریکا ، عربو او لویدیځو هیوادونو په سوریې ،عراق ، لیبیا وغیره کښې ترهګرې ډلې جوړې کړي دي چې دوې خپلو هدفونوته ورسیږي .
    امریکا ، عربو او لویدیځو هیوادونو په سوریې ،عراق ، لیبیا وغیره کښې ترهګرې ډلې جوړې کړي دي چې دوې خپلو هدفونوته ورسیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په لیک کښې په ختیځ کښې په دیرالزور سیمې د امریکا تر قوماندنۍ لاندې د داعش پرضد د تش په نامه د نړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو دپرون ورځې حمله چې د څه دپاسه سلو (۱۰۰)حکومتی عسکرو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شوه جنګی جنایت وباله .

دسوریې دباندنیو چارو وزارت جوته کړه دغه حمله د سوریې دخلکو او د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ پرضد دامریکا پلید  ماهیت په ګوته کوی .

د سوریې دبهرنیو چارو وزارت په دیرالزور سیمې د امریکا تر مشرۍ لاندې د تش په نامه دنړیوال ائتلاف دحملې په نړیواله سویه د غندنې غوښتنه وکړه .

د ایروارز(Air Wars) په نوم څارونکی ډلې چې په عراق اوسوریې باندې د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پرضد د تش په نامه دنړیوال ائتلاف حملې څاری څه موده مخکې وویل له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه په عراق او سوریې کښې دامریکا د ائتلاف په حملو کښې څه دپاسه درې زره(۳۰۰۰) ملکیان وژل شوی دی.

امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو بمباریانې کړی دی .

امریکا ، عربو او لویدیځو هیوادونو په سوریې ،عراق ، لیبیا وغیره کښې ترهګرې ډلې جوړې کړی دی چې دوې خپلو هدفونوته ورسیږی .

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 04:33 Asia/Kabul
کمنټونه