• دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې دغړي په توګه تل ددغه نړیوال تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوي .
    دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې دغړي په توګه تل ددغه نړیوال تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس او اروپایی اتحادیې پرون په ویانا کښې د دواړو لورو د لوړرتبه چارواکو د شپږمې(۶) کلنۍ غونډې په وخت له اټومی موافقې په ملاتړ ټینګار وکړ .

د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس د مطبوعاتی بیانیې پراساس د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست  مسوله  میرمن فیډریکا موګرینی به  د اټومی موافقې د ګډ کمیسیون د غږملونکی په توګه ددغه نړیوال اټومی تړون د اجرا د  دوام په ارتباط له اټومی انرژۍنړیوال اژانس سره په نږدې تماس کښې ووسی .

داټومی انرژۍ نړیوال اژانس  او اروپایی اتحادیې له دې مخکې هم په ځلونو دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی موافقې ملاتړ کړی .

اټومی انرژۍنړیوال اژانس تراوسه په نهو(۹) راپورونو کښې اټومی موافقې ته دایران داسلامی جمهوریت پاې بندۍ تائید کړی ده .

دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې دغړی په توګه تل ددغه نړیوال تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی او دخپلو ژمنو خلاف ورزۍ هم کوی .

 

Feb 09, 2018 04:43 Asia/Kabul
کمنټونه