• اشرف غنی وایی د  ټاپي پروژه به  د افغانستان  له لارې مرکزي له جنوبي اسیا سره ونښلوی

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم د ټاپي پروژه د پاکستان او ټولې سیمه لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې هغه به د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د ټاپي د پروژې په مناسبت په  هغو مراسمو کې وکړې چې نن سهار د ترکمنستان په سلیم چشمه سرحدي سیمه کې جوړ شوی وو او پر هغه سربېره د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړې وزیر  شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ام جې اکبر ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر دغه راز وویل چې په دغه پروژه کې ښکېلو څلورو واړو هېوادونو دا درک کړې چې اقتصاد یو مهم عنصر دی او موږ هم نن په ګډه د یوه داسې لیدلوري بنسټ کېښود چې راتلونکي نسل ته دا ډاډ ورکوي چې دغه لید لوری به پر بې وزلۍ، بې کاري او افراطیت برلاسی شي.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم  د ټاپي پروژه د پاکستان او ټولې سیمه لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې هغه به د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاپي د پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا یوه ملي پروژه ده او ګټه یې ټولو خلکو ته رسېږي.البته دا معلومه نده چی ایا د طالبانو ټولو ډلو له دغې پروژې خپل ملاتړ اعلان  کړی دی  که نه .

 

ټیګونه

Feb 23, 2018 15:01 Asia/Kabul
کمنټونه