• د هند او پاکستان سرحدی عسکر د کشمیر په کڼترول کرښه کی له یوه بل سره ښکیل شول

د پاکستان او هندوستان ترمینځ د کشمیر پر سر لانجه په داسې حال کی ده چی د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک ددغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې په ترسره کولو ټینګار لری

 

زمونږ خبریال راپور راکوی چی نن د کشمیر په کڼترول کرښه کی د پاکستان اوهند سرحدی عسکر  لوه یوه بل سره ښکیل شول چی له امله یې یو ۱۹ کلن  پاکستانې ملکې ووژل شو .

په ۲۰۰۳ میلادی کال کی د اوربند د رعایتولو  له موافقې سره سره د کشمیر په کڼترول کرښه کی هندی او پاکستانی عسکرو ترمینځ هماغه راز ډزې کیږی .

د پاکستان او هندوستان ترمینځ د کشمیر پر سر لانجه په داسې حال کی ده چی د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک  ددغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې په  ترسره کولو ټینګار لری .

له بلې خوا د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې ته د دغې سیمې د کړکیچ د اواری لپاره د  هند دولت د ځانګړی استازی سفر بې نتیجې پاې ته ورسید .

د هندوستان دولت استازی په دغه سفر کې د کشمیر له حقیقی استازیو سره کتنه نده درلودلی . په عین حال کی د حریت کانفرنس مشرانو ټینکار کړی تر هغه وخته چی د کشمیریانو غوښتنې پوره نشی ، د هند د لومړی وزیر مودی د دولت پرضد به د هغو مبارزه دوام ولری .   

 

Feb 23, 2018 15:28 Asia/Kabul
کمنټونه