• مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په یو سرلیک کی، د یمن کړکیچ د هوارۍ لپاره د اقداماتو د کیدو په اړه خبر ورکړ شوئ دئ. پدغه خبر کی لولو:

پداسی حال کی چی دری اروپایی هیوادونه؛ د اټمی او غیر اټمی اندیښمنیو د لیری کولو لپاره، له امریکی سره د همکارۍ په هکله هوډمن او ژمن شوی، او د امریکی او د بریتانیی؛ فرانسې او جرمنی د دریو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې دوام لری، د رسنیو راپورونه؛ د یمن کړکیچ لپاره د یوې سوله ایزې حل لاری د موندلو په موخه، د ایران او د څلورو اروپایی هیوادونو؛( بریتانیی؛ فرانسی؛ جرمنی؛ او ایټالیې ) ترمنځ د یولړ

مذاکرو د بڼه نیولو بیانونکی دی.

د دغه خبر له مخې، د دغو خبرو اترو لمړئ دور، د سلواغې میاشتې په ۲۸ نیټه، د مونیخ د امنیتی کنفرانس ترڅنګ سرته ورسید، او په رُم کی د دغو مذاکرو د دوام خبره مطرح شوه. همداراز پدې اړه؛ د یو شمیر بدلونونو کتونکی یو. لمړنئ بدلون؛ د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو د پخوانی استازی بدلیدل، او د هغه پرځای د یو غیر عرب ټاکل کیدل دی. حوثیان؛ د ملګرو ملتو د سرمنشی د پخوانی استازی« شیخ احمد » له کړچار څخه ډیر نا راضه ؤو، او هغه یی پدی تورناوه؛ چی په بشپړه توګه له عربستان سره غږمل دئ. خو؛ اوس یو غیر عرب منځګړئ او نماینده کولای شی دا امکان برابر کړی، چی لږ تر لږه قومی او تاریخی ناوړه ګمانونه له منځه لاړ شی، او په مذاکرو کی نوئ تحرک پیل شی.

******* 

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د الحشد الشعبی په حواله

لیکل شوی:« ایران په صداقت سره، زموږ ترڅنګ له داعش سره وجنګید »

د عراق د ؤلسی ځواکونو د سازمان( الحشد الشعبی ) د رئیس ځای ناستی، په یو لړ ویناؤو کی وویل: ایرانیانو؛ په صادقانه توګه، له داعش سره په مقابله کی د عراقی ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګیدل.

د الحشد الشعبی د رئیس ځای ناستی« ابو علی بصری » زیاته کړه: دا ایرانیان ؤو؛ چی په صداقت سره په عراق کی، له داعش ترهه ګرو سره د جګړې ډګر ته شول، او دغه ډول مرستې یی د سوریی او لبنان له دولتونو سره هم وکړې. ده همداراز ټینګار وکړ: له داعش سره په جګړه کی د ایران د پوځی سلاکارانو رول، بی سارئ او ډیر مهم ؤ؛ او هغوی یوه شیبه له دغه ملاتړه لاس وانخست.

د الحشد الشعبی لوړ پوړی قوماندان په دوام کی وویل: د داعش په خلاف د عملیاتو له پیلیدو سره په یو وخت، ایرانی پوځی سلاکاران زموږ په څنګ کی دریدلی ؤو، او ټول پدغې مسئلې پوهیږی، او دا پټه موضوع نه وه.

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی، لندن ته د« محمد بن سلمان » د سفر په اعتراض کی د بریتانیی د خلګو د مظاهرو په هکله راغلی دی:

د لندن زیات شمیر خلګو، د حقوقی ټولنو په بلنې سره؛ بریتانیی ته د« محمد بن سلمان » د سفر په اعتراض کی مظاهرې وکړې. د الجزیرې خبری شبکی د راپور په اساس، د لندن اوسیدونکو پخپله اعتراضی غونډه کی، په عربستان کی د سعودیانو د ځپونکو اقداماتو، او په یمنیانو د ځناور ډوله حملو په خلاف، یو لړ شعارونه ورکړل. مظاهره چیانو همداراز په عربستان د وسلو د پلورلو په غندنه کی، پلاکارډونه په لاسونو کی لرل.

ټاکل شوې ده؛ حقوقی او فعالی ټولنې، د وسلو د تجارت او د « محمد بن سلمان » د هر کلی کولو په ضد یو لړ نوری مظاهرې سرته ورسوی.

*******

د تهران چاپ د رسالت په ورځپاڼه کی د ناټو د سرمنشی له قوله لیکل شوی دی:« موږ به په عراق کی پاتی شو»

د ناټو سرمنشی چی عراق ته یی سفر کړئ، وویل: موږ به د عراق دولت په غوښتنی سره، پدی هیواد کی پاتی شو. د شمالی

اتلانتیک تړون(ناټو) سرمنشی« ینس استولتنبرګ » وویل: د ناټو ځواکونه به، د عراق دولت د غوښتنی په اساس؛ پدی هیواد کی پاتی شی. د ناټو د سرمنشی څرګندونی، له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره، د زمانی جدول د جوړولو لپاره، د دغه هیواد د پارلمان له غوښتنې څخه پنځه ورځی وروسته، مطرح شوی دی.

استولتنبرګ؛ چی د عراق له لمړی وزیر سره یی لیدنه وکړه وویل: موږ دلته شته یو؛ ځکه چی عراق دغه غوښتنه لری، او ناټو به د اړتیا له حد څخه زیات، په عراق کی پاتی نه شی.

****** 

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم له طالبانو سره د سولې په تړاو په روانو بحثونو او په غزنی کې د عامه خلکو په احتجاج لیکنې خپرې کړې دی.

ویسا : ویسا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره لیکلی دی چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د سیاسی خبرو له لارې پای ته رسېدی شی.

ورځپاڼې وړاندې د «امریکن کنورسېشن» رسنۍ په حواله لیکلی دی چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان د جګړو او پوځی عملیاتو له کبله زیات زیانمن شوی دی او په پوځی عمل ټینګار دا زیانونه څو برابره زیاتولی شی.

ورځپاڼې د خپل همدې مخ په یو جلا مطلب کې د سولې د عالی شورا په حواله لیکلی دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د روسیې په حضور کې ترسره شی.

ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلی دی چې روسیه په سیمه کې د لازم نفوذ څخه برخه‌منه ده او پهکار ده چې د افغانستان د سولې په بهیر له هغې ګټه پورته شی.

د سولې خبرې باید د روسیې په حضور کې ترسره شی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلی دی چې واشنګټن له طالبانو غوښتی دی چې د ولسمشر اشرف غنی د سولې د وړاندیز په اړه دې جدی غور وکړی.

ورځپاڼې د جنوبی او منځنۍ اسیا له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالې مېرمن الېس ولز په حواله لیکلی دی چې ولسمشر اشرف غنی له طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه نهده کړې.

ورځپاڼه لیکی:

که څه هم طالبانو تر اوسه د ولسمشر وړاندیز ته رسمی غبرګون نهدی ښودلی، خو لیکلی یې دی چې مېرمن ولز د طالبانو دا ادعا چې ګویا ولسمشر اشرف غنی د طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه کړې، ناسمه بللې ده.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو غبرګون سوړ بللی او لیکلی یې دی، پهداسې حال کې چې طالبان د سولې لهپاره شوی وړاندیز د دوی د تسلیمېدو غوښتنه بولی، خو نړیوالو یې کلک ملاتړ کړی دی.

هېواد لیکلی دی چې لا هم فرصت شته او طالبانو ته پهکار ده چې له ساړه دریځه راوځی او په خپلواکه توګه د سولې خبرو ته حاضر شی.

ورځپاڼه لیکی:

طالبانو ته پهکار ده چې د جګړې پر ځای چې ګټل‌یې ورته ګران دی، سیاست ته مخه کړی او د سیاست پر مټ ځان مطرح او په حکومت کې څوکۍ وګټی.

*******

په غزنی کې د عامه خلکو د وژنې په غبرګون کې پیل شوی احتجاجونه هم د کابل ورځپاڼو د نننیو ګڼو په سرلیکونو کې لیدلی کېږی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې د غزنی په قرهباغ ولسوالۍ کې د عامه خلکو د وژنې په غبرګون کې د پیل شویو احتجاجونو په تعقیب مرکزی حکومت سیمې ته یو پلاوی استولی دی، څو د پېښې په اړه تحقیقات وکړی.

ورځپاڼه لیکی:

احتجاج کوونکو د استول شوی پلاوی سره د خبرو پر مهال دا منلې ده چې تر دوو ورځو به احتجاج پای ته رسوی، خو که د پېښې د عاملینو پر ضد اقدام ونهشی او برمته شوی کسان خوشې نهشی، نو د احتجاج لړۍ به بیا پیلوی.

ورځپاڼه لیکی چې د حکومت پلاوی داسې مهال سیمې ته تللی دی چې په غزنی کې د احتجاجونو لمنه تر کابله هم راورسېدله او پرون سې شنبه په سلهاو خلک واټونو ته په راوتلو سره د عدالت غږ پورته کړ.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې بیا په غزنی کې د ځایی چارواکو په حواله لیکلی دی چې حکومتی پلاوی د قرهباغ د پېښې عاملین پېژندلی دی.

خو ورځپاڼې لیکلی دی چې اعتراض کوونکو ویلی دی چې تر هغو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی چې حکومت‌یې غوښتنې نهوی منلی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې په غزنی کې د روانو مظاهرو له کبله د غزنی ښار له نیمایی زیات بند دی او له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کابل-‌کندهار د لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته په سلهاو مسافر وړونکی او لارۍ بندې پاتې دی.

ورځپاڼه لیکی:

د غزنی اوسېدونکی له دغه حالته په اندېښنه کې دی او له مرکزی حکومته غواړی چې د ستونزې د حل لهپاره دې اقدام وکړی.

 

Mar 07, 2018 14:54 Asia/Kabul
کمنټونه