• چین امریکا ته خبردارې ورکړ

د چین خارجه وزیر ویلی دی تاریخ ښودلی ده ، تجارتی جنګونه د اختلافاتود اواری لپاره سمه لار نده او یوازې د لورو د تاوان سبب به شی .

د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم  د چین خارجه وزیر وانګ یی وویل له امریکا سره به د تجارتی جنګ د پیلیدا په بڼه کې چین ضروری ځوابونه ورکړی . ده خبردارې ورکړ چی داسې جنګ به دواړو لورو ته تاوان ورسوی .

د شویو اټکلونو په اساس ټاکل شوی ده د امریکا ولسمشر ټرمپ په نږدې راتلونکی کې د فولادو د وارداتو لپاره ۲۵ او همداراز د الومینیومو د وارداتو لپاره ۱۰ فیصده ټیکس اعمال کړی .

د چین خارجه وزیر ویلی دی تاریخ ښودلی ده ، تجارتی جنګونه د اختلافاتود اواری لپاره سمه لار نده او یوازې د لورو د تاوان سبب به شی .

د خپرو شویو راپورونو په اساس د داسې اقدام هدف  له چین څخه د ارزانو شیانو له واردولو سره مقابله ده . د ټرمپ دولت مخکې ویلی وو چی دغه ډول واردات  په امریکا کې د کار د بازار او صنایعو د کمزورتیا سبب کیږی

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 11:42 Asia/Kabul
کمنټونه