• دقدس نړیواله ورځ،مړه دې وی امریکامړۀدې اسرائیل انګازې

دقدس نړیواله ورځ ، له استکبار دکرکې او نفرت ورځ او د وحشی ډوله غاصب صهونیسټی رژیم دجنایتونو په دوام دغوسې او غبرګون ورځ نن په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې د تهران پشمول په نهه سوه ښارونو او ښارګیو کې په ډیر پرتم سره ولمانځل شوه او درسته فضا د ا.... اکبر ، مړه دې وی امریکا ،مړۀ دې وی اسرائیل ، مړ دې وی استکبار او یاایها المسلمون اتحدو اتحدو په څیر له انګازو ډکه وه

  دقدس نړیواله ورځ ،   له استکبار  دکرکې او نفرت ورځ  او  د وحشی ډوله غاصب صهونیسټی رژیم  دجنایتونو   په دوام دغوسې  او غبرګون ورځ  نن  په درستې  نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې  د تهران پشمول  په نهه سوه ښارونو او ښارګیو کې په ډیر پرتم سره ولمانځل شوه او   درسته فضا  د ا.... اکبر ،  مړه  دې وی امریکا ،مړۀ دې وی اسرائیل ، مړ دې وی استکبار او  یاایها المسلمون اتحدو اتحدو   په څیر له   انګازو ډکه  وه او  د هر مسلمان او انسان  په خوله  له جنایتکار او وحشی صهونیسټی رژیمه  دکرکې او نفرت  چغې پورته کیدلې .

 زمونږخبریال  راپورراکوی  نن د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه  یعنی یوم القدس ، یوم ا....  په موقعه  درست مسلمانان او آزادی غواړی  دصهونیسټ ضد  لاریونونو کې په ګډون سره  له دغه غاصب او  جنایتکار رژیمه  خپله کرکه اونفرت  نندارې ته  وړاندې کوی .

راپور ښئ  په درست ایران کې په یوه وخت دغه میلیونی لاریونونه    لس نیمې بجې پیل شول  او د دغو   ولولناکو اوپرتمینو  لاریونونو د پوښښ  لپاره  په درست ایران کې  څه دپاسه  پنځه زره  او درې سوه   داخلی  او بهرنی خبریالان  او فلم جوړونکی کیمره مینان  موجود دی . په تهران کې په دغه میلیونی لاریون کې  د لوړپوړو حکومتی سیاسی او پوځی چارواکو ،سیاستوالانو پوهانو، محصیلینو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ .   د دغه میلیونی لاریون  چورلیزی شعار هم  ، دمقاومت  دجبهې بریالیتوب ، دامریکائی صهونیسټی فتنې  ماته او د بیرته ستنیدا لپاره د فلسطین دملت  کلک هوډ  دی .

وروستۍ راپور ښئ په دغه میلیونی لا ریون کې ګډون کونکو روژتیانو په پای کې یوه  اعلامیه هم خپره کړې ، چې په هغې کې  د وحشی صهونیسټی  نیواکګرو  له سلطې  د قدس  شریف  پر آزادۍ  او د فلسطین د  بې دفاع او مظلوم ملت  پر ژغورنې  او دغه راز د ایران داسلامی  انقلاب د  لوړو آرمانونو په توګه  د د اسرائیلو دسرطانی  دانې  د نړۍ له مخه د پاکولو لپاره پر هڅې ټینګار شوی دی .

 په دغې  اعلامیې  کې د قدس  دنړیوالې ورځې  د میلیونی لاریون کونکو  بیت المقدس ته د  دامریکا  دسفارت په منتقلولو او د صهونیسټ رژیم  د پلازمینې په توګه د قدس شریف    د په رسمیّت پیژندنې  کې د دغه هیواد د ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  غیر قانونی اقدام په کلکه   محکومولو سره  اعلان کړی ،  دبیت المقدس  آزادول  او  د فلسطین د مظلوم اوکړیدلی  مسلمان ولس څخه ملاتړ  هماغه راز د اسلامی نړۍ  لومړنی لومړیتوب دی  او  هر  هغه اقدام چې  وغواړی ،   دغه لومړیتوب  داغی کړی ، او د اسلامی  امت له ذهنونو ئې وباسی ، ، په کلکه محکوم کوی . 

 لاریون کونکو  همداراز  د پیړۍ د معاملې  په نامې سره د دسیسې  په محکومولو سره ټینګار کړی ،  د فلسطین د موضوع  یوازینۍ حل لاره  د  من  البحر الی النهر   په شعار سره د  فلسطین د سټراټژۍ  پوره کیدا ،  او د آزادې او هراړخیز ې ټول پوښتنې یا ریفرینډم ترسره کیدا  ده . او  د جعلی  صهونیسټی رژیم  د بې شرمه او وحشی جنایتونو  او نیواکګرۍ د دوام لپاره دبل هر ډول  حل لارې وړاندې کول ،  دفلسطین د ولس  دمسلمو حقوقو  د چخڼی کولو عامل دی .

 دقدس د نړیوالې ورځې    دمیلیونی لاریون  په پایزې اعلامیې کې  ټینګار شوی ،  تمه کیږی ،   داسلامی نړۍ دینی اورګانونه ، مراجع  ، عالمان  او متفکران  د امریکا، صهونیسټ رژیم   او دهغو د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا ملاتړو    دنوو دسیسو  په ایشوا کولو سره  دې ،  د قدس شریف  له نیواکګرو سره  د  اړیکو دعادی کولو او  د سازباز لپاره  دځینو اسلامی  اوعربی هیوادونو دمرتجعو  مشرانو هڅه محکومه کړی او  په دغه ډګر کې دې  پخپلې شرعی دندې  او تاریخی  رسالت عمل وکړی . 

 دقدس دنړیوالې ورځې د دغه میلیونی لاریون کونکو  همداراز  په عراق او سورئې کې د  تکفیری داعشی  ترهه ګرو  د فتنو ماته ، دامریکال  اوصهونیسټ رژیم  او دهغو  دملاتړو له ګډو ملاتړونو سره سره   د یمن او بحرین  د مظلومو اومقاومت کونکو  ملتونو په ضد  په جنګ اوتیریو کې  د آل سعود رژیم  ناکامی ، داسلامی مقاومت جبهې  یوه ستره بریا بللې او ټینګار ئې کړی دی ،  اجازت به ورنکړو ، داسلام دښمنان    دمسلمانانو ترمینځ  د درز اوتفرقې  په رامینځةکولو او  د انحرافی سازونو  په غږولو  سره،  د اسلامی  نړۍ ظرفیّتونه  ،  د قدس دنیواکګرو  د  امنیت او ګټو قربانی کړی.

 

ټیګونه

Jun 08, 2018 13:42 Asia/Kabul
کمنټونه